د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۰

ارګ د اخلاقي فساد په اړه د حبیب الله احمدزي ادعا دروغ او بې بنسټه وبلله


آرشیف/ د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ
آرشیف/ د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د یکشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې وویل، د احمدزي ادعا په شخصي اغراضو ولاړه ده او باید ثبوت یې کړي.

د افغانستان جمهوري ریاست د جنرال حبیب الله احمدزي د دغو ادعا ګانو په څېړلو ټینګار کوي چې ویلي یې دي، په ارګ کې اخلاقي فساد موجو دی.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د ولسمشر د پخواني سلاکار احمدزي ادعا په بشپړه توګه دروغ او بې بنسټه ده.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري

ده وویل:

"احمدزي چې کومه ادعا کړې، بې بنسټه او دروغ ده او پرشخصي اغراضو ولاړه ده، د ملي یووالي حکومت او په تېره ولسمشر د ښځو حقونو ته ډېره توجو کوي، دا موضوع په جدي توګه ارزول کېږي او په اړه یې په څارنوالۍ کې اسناد او شواهد غوښتل کېږي."

چخانسوري ټینګار وکړ چې که احمدزي د خپلې ادعا د ثبوت لپاره اسناد ولري، څارنوالۍ ته دې وسپاري.

ده وویل، ښاغلي احمدزي د ولسي جرګې په انتخاباتو کې له پاتې راتلو وروسته د ځان د بیا مقررېدو وړاندیز وکړ، خو د ولسمشر له خوا ونه منل شو.

حبیب الله احمدزي مخکې له دې د خورشید خصوصي ټلویزیون سره په مرکه کې ادعا کړې وه چې په ارګ کې ځیني کسان د فحشاو د خپرولو لپاره په سېستماتیک ډول کار کوي.

د ولسمشر پخوانۍ سلاکارې مریم وردګ د احمدزي دغه ادعا چې په ارګ کې اخلاقي فساد موجود دی، تأیید کړې ده.

د افغانستان جمهوري ریاست د حبیب الله احمدزي څرګندونو ته په کتو، د هېواد له سیاسیونو غوښتي چې په اوسنیو شرایطو کې دې د ملي ګټو په فکر کې شي.

پوښتنه دا ده چې که مدعي ونه توانېږي چې د خپلې ادعا د ثبوت لپاره اسناد وړاندې کړي، پر وړاندې به يې د قانون له مخې څه اجرات کېږي؟

د کابل پوهنتون د سیاسي علومو پوهنځي استاد ودیر صافی وايي:

د کابل پوهنتون د سیاسي علومو پوهنځي استاد ودیر صافی
د کابل پوهنتون د سیاسي علومو پوهنځي استاد ودیر صافی

"په دې حالت کې چې څوک دهېواد پر یو لوړ مقام دا شان ادعا مطرح کوي او هغه هم ناسمه وخېژي، حبس لری، جزا لري او باید تېره یې کړي."

دا لومړی ځل نه دی چې د حکومت پر یو مهم بنسټ د اخلاقي فساد ادعا کېږي، بلکې پخوا تر دې د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ، د انتخاباتو د کمېسیون ځینې مسؤلین په فساد تورن کړي وو.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG