د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۰

لویې څارنوالۍ نهو میاشتو کې ښځو سره د تاوتریخوالي ۲۵۰۰ دوسیې ارزولي


د لویې څارنوالۍ د چارواکو په وینا، عدلي او قضايي ارګانونو ته د ښځو لاسرسی، د تېرکال په پرتله ډیر شوی او په ۳۲ ولایتونو کې څارنوالانو ته لاسرسی لري.
د لویې څارنوالۍ د چارواکو په وینا، عدلي او قضايي ارګانونو ته د ښځو لاسرسی، د تېرکال په پرتله ډیر شوی او په ۳۲ ولایتونو کې څارنوالانو ته لاسرسی لري.

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د ۱۳۹۸ مالي کال په لومړیو نهو میاشتو کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي ۲۵۲۷ دوسیو ته رسیدنه شوې ده.

د لویې څارنوالۍ د چارواکو په وینا، عدلي او قضايي ارګانونو ته د ښځو لاسرسی، د تېرکال په پرتله ډیر شوی او په ۳۲ ولایتونو کې څارنوالانو ته لاسرسی لري.

د دغې ادارې ویاند جمشید رسولي د چهارشنبې په ورځ (عقرب ۲۲مه) یوې خبري ناستې ته وویل، د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي دوسیې ډیری په کابل، هرات او بلخ ولایتونو کې ثبتې شوې وې.

ښاغلي رسولي زیاته کړه: "دغو قضیو ته د قانون د احکامو په رڼا کې په جدي او عادلانه توګه رسیدنه شوې؛ عاملین یې څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي او قانوني چلند ورسره شوی دی. ډیری اوس په زندان کې دي. دغه قضیې په ۳۴ ولایتونو کې ثبتې شوي دي."

جنسي تېری، بدلمنۍ ته اړ ایستل، ټپي کول او معلولول، سوزول، ځان سوزونې ته اړایستل، وهل ټکول، د بدن د غړیو پرې کول، په زوره ودونه، د زده کړو له حقه بې برخې کول او د نفقې نه ورکړه، د تاوتریخوالي هغه ډولونه دي چې د لویې څارنوالۍ په خبره ښځې ورسره مخ دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، اوس هم د هېواد په لیرې پرتو ولایتونو کې د ښځو قضیو ته لازمه رسېدنه نه کیږي.

د دغه کمیسیون غړې لطیفه سلطاني ازادي راډیو ته وویل، سره له دې چې په مرکز او لویو ښارونو کې د ښځو پروړاندې د تاو تریخوالي د برخې څارنوالان فعال دي، خو دغه فعالیتونه باید په لیرې ولایتونو کې هم پراخ شي.

هغې وویل: "داسې ولایتونه هم شته چې په خواشینۍ سره د څارنوالۍ او قضايي ارګانونو له خوا په کې د داشان قضیو پروړاندې لازم اجراات نه کیږي او دلیل یې دا دی چې ښځې په کې حقوقي اسانتیاوو او مدافع وکیل ته لاسرسی نه لري."

خو د لویې څارنوالۍ ویاند وايي، دمګړۍ په هغو ولایتونو کې چې ښځینه څارنوالانې فعاله دي، شمېر یې له پنځو ولایتونو ۳۲ ته لوړ شوی دی.

مخکې له دې د ښځو چارو وزات هم په هېواد کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د ډېرېدو خبر ورکړی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG