د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

د ټاکنو کمېسیون: د مولانا عبدالله په اړه د یوناما لیک نن ځوابوو


یوناما د نومبر په پنځمه د ټاکنو کمېسیون ته په یوه لیک کې پر ښاغلي عبدالله تور لګولی د دغه کمېسیون د ډیټابیس مدیر بشیر علي یې په مرګ ګواښلی او هغه ته يې سپکې سپورې ویلی دي.
یوناما د نومبر په پنځمه د ټاکنو کمېسیون ته په یوه لیک کې پر ښاغلي عبدالله تور لګولی د دغه کمېسیون د ډیټابیس مدیر بشیر علي یې په مرګ ګواښلی او هغه ته يې سپکې سپورې ویلی دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، د دغه کمېسیون د کمېشنر مولانا محمد عبدالله په اړه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې (یوناما) استول شوي لیک ته نن (عقرب ۲۱مه) ځواب ورکوي.

یوناما د نومبر په پنځمه د ټاکنو کمېسیون ته په یوه لیک کې پر ښاغلي عبدالله تور لګولی د دغه کمېسیون د ډیټابیس مدیر بشیر علي یې په مرګ ګواښلی او هغه ته يې سپکې سپورې ویلی دي.

یوناما له کمېسیونه غوښتي چې له نوموړي سره قانوني چلند وکړي.

خو مولانا عبدالله پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي او ویلي دي چې په دې اړه يې د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي ته یو لیک استولی دی.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د سې شنبې د ورځې په خبري کنفرانس کې چې اصلي موضوع یې د رایو د بیا شمېرنې د بهیر په اړه د معلوماتو شریکول وو، مولانا عبدالله د دغې لانجمنې موضوع په اړه معلومات ورکړل.

خو مولانا عبدالله پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي او ویلي دي چې په دې اړه يې د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي ته یو لیک استولی دی.
خو مولانا عبدالله پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي او ویلي دي چې په دې اړه يې د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي ته یو لیک استولی دی.

د کمېسیون رئیسې حوا علم نورستانۍ که څه هم له نوموړي غوښتنه وکړه چې یاد کنفرانس د انتخاباتي مسایلو په اړه جوړ شوی او باید شخصي موضوعات مطرح نه کړي، خو له ټینګار سره سره مولانا عبدالله پر ده د لګېدلو تورونو ځواب ووایه.

هغه وویل: "د هېچا قوم ته مې سپکاوی نه دی کړی، نه مې ځانته دا حق ورکړی چې څوک په مرګ وګواښم، او نه هم ځانته دا اجازه ورکوم، د یوناما له لوري پر ما لګول شوي تورونه په کلکه ردوم او د دغه موضوع د قانوني څېړنو غوښتونکی یم."

ښاغلي عبدالله زیاته کړه چې تېره ورځ ورته په کمېسیون کې وویل شول چې یا دې د پنځلس ورځو لپاره له رسنیو سره خبرې نه کوي، که نه د یوناما د لیک ځواب به ورکړي، خو دی وايي چې له ټولو ستونزو سره سره د بیان ازادۍ ته احترام لري او له رسنیو سره خپل نظریات شریکوي.

هڅه مو وکړه چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ډیټابیس د مدیر بشیر علي نظر هم ولرو، خو له ډېرو هڅو سره سره ونه توانېدو.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، دغه کمېسیون ته د یوناما له لوري استول شوی لیک دوی په جزئیاتو لوستی او نن به د دغه لیک ځواب ووايي.

د دغه کمېسیون مرستیال عصمت الله مل په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د قانون او طرزالعملونو او لایحو په رڼا کې نن دغه لیک ته ځواب وايي. موږ دغه لیک په جزئیاتو مطالعه کړی او مسئولین يې په اړه پرېکړه کوي."

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کمشنر مولانا عبدالله تېره ورځ هم رسنیو ته په خبرو کې ویلي وه چې، دی د دې موضوع تعقیب غواړي او که څوک خاموشي غوره کوي دی به په خپله دا موضوع تعقیب کړي.

په همدې حال کې نن د مولانا عبدالله په مخالفت د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دروازې مخته یو شمېر خلکو مظاهر وکړه او نوموړی یې یو ځانګړي قوم او مذهب ته په سپکاوي تورن کړ.

مظاهره کوونکو د هغه د محاکمې او له دندې د لیرې کېدو غوښته وکړه.

XS
SM
MD
LG