د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

د ټاکنو د ملاتړ یوې نړیوالې ډلې د افغانستان د انتخاباتو د پایلو د اعلان غوښتنه وکړه


د افغانستان د ټاکنو د ملاتړ ډلې (ESG) د افغانستان د انتخاباتو پر کمیسون ټینګار کړی چې په شدت کار دې وکړي څو د انتخاباتو د پایلو په اعلان کې د نور ځنډ مخه ونیول شي.

د ټاکنو د ملاتړ ډله (ESG) د افغانستان د انتخاباتو له کلیدي بسپنه ورکوونکو څخه جوړه ده چې په کې د یوناما په شمول، اروپایي ټولنه، د استرالیا حکومت، جرمني، ایټالیا، جاپان، ناروې (چې د شمالي اروپا استازیتوب کوي)، بریتانیا، د امریکا متحده ایالات - همداراز ناټو هم شامل دي.

د ټاکنو د ملاتړ دې ډلې نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې پر انتخاباتي کمیسونونو د افغانانو د رایوو د ساتونکو په توګه کلک ټینګار کوي چې د افغانستان خلکو ته د انتخاباتو د نتایجو او د رایو د تفتیش د پروسې په اړه دقیق او پر وخت معلومات وړاندي کړي.

د انتخاباتو د ملاتړ ډلې په دې اعلامیه کې همدا راز ویلي، د رایو د شمیرنې په اړه د ځینو کاندیدانو او د هغوی د ملاتړو پرځای اندېښنو ته په پام، له ټولو کاندیدانو خپله پخوانۍ غوښتنه تکراروي چې د انتخاباتو قانون او د چلند هغو اصولو ته دې درناوی وکړي چې دوی لاسلیک کړي، او له هر هغه عمل او بیان نه دې ډه ډه وکړي چې دې پروسې ته زیان رسوي.

د انتخاباتو د ملاتړ ډلې په ټولو کاندیدانو ټینګار کړی چې د رایو د بیاشمیرنې او څېړنې بهیر سره ملاتړ وکړي، او د انتخاباتي بې نظمیو په اړه دې خپلې اندېښنې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسون د رسمي پروسې له لارې راپورته کړي.

د افغانستان د انتخاباتو ملاتړو همدارنګه د انتخاباتو پر کمیسون هم ټینګار کړی چې د کاندیدانو اندېښنو ته دې هم پر وخت او روښانه توګه ځواب وايي.

په افغانستان کې د انتخاباتو نړیوال ملاتړي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د تلې په شپږمه نېټه د ترسره شویو انتخاباتو لومړنۍ پایلې چې ټاکل شوې وه د تلې په اووه ویشتمه اعلان شي لا هم نه دي اعلان شوي. همدارنګه د رایوو د بیا شمیرنې او سپیناوې پر سر روانو ناندرو او په دې برخه کې راغلي ځنډ ته په پام داسې اندېښنې هم شته چې ښايي د ولسمشرۍ د انتخاباتو ځنډېدلې پایلې د لړم په درویشتمه چې د انتخاباتو خپلواک کمیسون تر ځنډ وروسته د ابتدايي پایلو د اعلان لپاره بله نېټه ټاکلې هم اعلان نه شي.

XS
SM
MD
LG