د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۲ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۰:۰۷

ترکیې د "اسلامي دولت" د وژل شوي مشر ابوبکر البغدادي ښځه هم نیولې ده


رجب طیب اردوغان د نیول شویو ښځو په اړه د نورو جزئیاتو له ورکولو او د هغوی د نومونو له څرګندولو ډډه وکړه.

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان ویلي چې د دغه هېواد سرتېرو په سوریه کې د داعش د ډلې د وژل شوي مشر ابوبکر البغدادي یوه ښځه او د هغه د کورنۍ یوه بله غړې پيدا کړې دي.

ښاغلي اردوغان چې پرون د نومبر په ۶مه‌یې په انقره کې خبرې کولې، د نیول شویو ښځو په اړه د نورو جزئیاتو له ورکولو او د هغوی د نومونو له څرګندولو ډډه وکړه.

ابوبکر البغدادي ته د نږدې کسانو په حواله ویل شوي چې هغه څلور ښځې درلودې.

په خپله ابوبکر البغدادي د اکټوبر په ۲۶مه، د امریکا د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.

د امریکا ځانګړو ځواکونو وویل چې بغدادي د سوريې په شمال ختيځ ښار ادلب کې وژل شوی دی.

د ترکیې ولسمشر وویل چې د امریکا متحده ایالاتو له دې خبرې چې ابوبکر البغدادي په یوه تونل کې ځان مړ کړ، یو پراخ معلوماتي کمپاین جوړ کړ، خو ترکیه له خبرې خبرګۍ نه‌جوړوي.

اردوغان وویل، له دې ځایه اول وار اعلان کوم چې موږ د بغدادي ښځه پیدا کړه، موږ د هغه خور او د هغې مېړه هم نیولي دي.

د ابوبکر البغدادی پر پناه ځاي عملیات او د هغه وژل کېدل، د داعش لپاره ستره ضربه بلل کېږي.

په هغه ورځ، د ابوبکر البغدادي یو سعودي ملګری هم د سوریې په شمال ختیځ کې د امریکايي ځواکونو په هوايي حمله کې ووژل شو.

تر دې حملې څو ورځې وروسته، روېټرز او اسوشیټېډ پرس خبري اژانسونو د لوړ رتبه ترکي چارواکي په حواله وویل چې د ابوبکر البغدادي مشره خور رسميه عواد، د سوريې په شمالي سیمو کې د ترکیې ځواکونو پیدا کړې ده.

د البغدادي ۶۵ کلنه خور رسمیه عواد، د هغې مېړه او نږور د نومبر په څلورمه له پنځو ماشومانو سره د سوریې په شمال ختیځ کې د ترکیې تر ولکې لاندې عزاز ښار کې ونیول شول.

ترکي چارواکو وویل چې د ابوبکر البغدادي خور ۶۵ کلنه ده او د هغې د نیولو لپاره عملیات د نومبر په څلورمه شوي وو.

له عواد سره د هغې مېړه او پنځه لمسیان هم وو.

اسوشیټېډ پرس د پټو ترکي سرچینو په حواله وویل، داسې انګېرل کېږي چې رسمیه عواد له خپل ورور ابوبکر البغدادي سره په فعالیتونو کې شریکه وه.

دا نه‌ده څرګنده چې د بغدادي د ښځې د ځای په اړه معلومات عواد ورکړي که یا خو ترکي چارواکو ویلي وو چې د عواد نیونه د استخباراتو مأمورینو ته داسې ده لکه د سرو زرو کان چې یې موندلی وي.

داسې ګڼل کېږي چې د ابوبکر البغدادي یوه ښځه په خټه عراقۍ وه، نور نومېده او د هغه د ملګري لور وه.

د اسوشیټېډ پرس په حواله، د ابوبکر البغدادي یوه مخکېنۍ ښځه، سجی‌الدلیمي په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په لبنان کې نیول شوې وه او تر یوه کال بند وروسته له القاعده سره د زندانیانو په تبادله کې خوشې شوه.

سجی‌الدلیمي په ۲۰۰۹ میلادي کال کې له البغدادي تښتېدلې وه.

د اسوشیټېډ پرس په حواله، داسې ګڼل کېږي چې ابوبکر البغدادي په ۲۰۱۵ میلادي کال کې له یوې جرمنۍ نجلۍ سره هم واده کړی و، خو هغه یو کال وروسته ورڅخه تښتېدلې وه.

د ترکیې حکومت د اکټوبر د میاشتې په پیل کې د سوریې په شمال کې خپلې پولې ته نږدې پوځي عملیات پیل کړل.

د عملیاتو هدف د سوریې له شمالي سیمو د هغو کرد ملېشه ځواکونو ایستل و چې امریکا يې ملاتړ کوي. انقرې تر هغه وروسته چې د امریکا ولسمشر اعلان وکړ چې د سوریې له شمالي سیمو خپل عسکر باسي، پوځي عملیات پیل کړل.

XS
SM
MD
LG