د ترکيې حکومتي چارواکي وايي، د اسلامي دولت (داعش) ډلې د پخواني وژل شوي مشر ابوبکر البغدادي مشره خور یې د سوریې په شمال ختیځ کې د ترکیې تر ولکې لاندې عزاز ښار کې نیولې ده.
روېټرز او اسوشیټېد پرس خبري اژانسونه د یوه جګپوړي ترکي مقام په حواله چې نهغواړي نومیې افشا شي راپور ورکوي چې د بغدادي ۶۵ کلنه خور رسمیه عواد، د هغې مېړه او نږور پرون (نومبر څلورمه) له پنځو ماشومانو سره په داسې حال کې ونیول شول چې په یوه ټرېلر کې استوګن وو.
د بغدادي د خور په اړه ډېر معلومات نهشته ځکه هغه دومره مشهوره نهوه، خو ترکي چارواکي وایي چې ښایي مهم استخباراتي معلومات ترې ترلاسه شي.
هغه ترکي چارواکي چې غربي خبري اژانسونو تهیې د بغدادي د خور نیول کېدل تأیید کړي، د بغدادي د خور نیولیې د سرو زرو د یوه کان د موندلو په څېر مهم پرمختګ بللی او هیلهیې څرګنده کړې چې له نوموړې څخه به د داعش ډلې د فعالیتونو د څرنګوالي په اړه خورا زیات استخباراتي معلومات ترلاسه کړي.
د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د اړیکو د چارو مشر فخرالدین التون د بغدادي د خور عواد نیول ستایلي او هغهیې د ترورېزم په وړاندې د خپلو عملیاتو لپاره د بریالیتوب یو بل مثال بللی دی.
بغدادي چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې د داعش ډلې مشر و، د اکټوبر په ۲۶مه د سوریې په شمال ختیځ ولایت ادلب کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.
د هغه له وژل کېدو وروسته د ابو ابراهیم الهاشمي القریشي په نوم یو کس د دې ډلې نوی مشر نومول شوی.
سره له دې چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په تېرو څو کلونو کې د امریکا په مشرۍ د پوځي عملیاتو په نتیجه کې د عراق او سوریې پر ډېرې برخې کنټرول له لاسه ورکړی، خو دغه ډله تر اوسه یو امنیتي ګواښ ګڼل کېږي.