د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۱۸

امریکايي پوځي چارواکی: د البغدادي د وژنې عملیاتو کې ۲ نور کسان نیول شوي

د امریکا متحده ایالاتو د لوی درستیزانو د کمېټې مشر مارک میلي د دوشنبې په ورځ (اکټوبر ۲۸مه) وویل، دا دوه کسان د دوی په توقیف کې دي.
د امریکا متحده ایالاتو د لوی درستیزانو د کمېټې مشر مارک میلي د دوشنبې په ورځ (اکټوبر ۲۸مه) وویل، دا دوه کسان د دوی په توقیف کې دي.

د امریکا متحده ایالاتو یوه لوړپوړي پوځي چارواکي ویلي چې د امریکا د ځانګړو ځواکونو په هغو عملیاتو کې چې د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي ووژل شو، دوه نور کسان نیول شوي دي.

د امریکا متحده ایالاتو د لوی درستیزانو د کمېټې مشر مارک میلي د دوشنبې په ورځ (اکټوبر ۲۸مه) د امریکا له دفاع وزیر مارک اسپر سره په یوې ګډه خبري غونډه کې وویل، دا دوه کسان د دوی په توقیف کې دي.

ښاغلي میلي، د دغو دوو کسانو هویت او له البغدادي سره د هغوی اړیکې افشا نه‌کړې.

هغه زیاته کړه: "امریکایي ځواکونو البغدادي داسې مهال چې په یوه تونل کې پټ شوی وو، وموند. عملیاتي ځواکونه البغدادي ته ورنږدې شول او عملیات هغه مهال پای ته ورسېدل چې البغدادي خپل انتحاري واسکټ والوزاوه."

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د یکشنبې په ورځ (اکټوبر ۲۶مه) اعلان وکړ چې د دغه انتحاري واسکټ په چاودلو سره البغدادي او د هغه درې ماشومان ووژل شول.

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر وایي، سره له دې چې داعش وسله‌وال له الهام بخښونکي مشر څخه بې‌برخې شول، خو په سوریه کې امنیتي وضعیت لا هم پېچلی دی.

اسپر وایي، د البغدادي په وژل کېدو سره په سوریه کې جګړه نه‌ختمېږي.

ښاغلی اسپر وايي: "د البغدادي مړینه به نړۍ له تشدده خلاصه نه‌کړي او نه به په سوریه کې جګړه ختمه شي، خو یقیناً هغو کسانو ته پیغام رسوي چې د امریکا عزم تر پوښتنې لاندې راولي او هغو وېره اچوونکو ته چې فکر کوي پټېدای شي، خبرداری ورکوي."

د اسپر په خبره د البغدادي د وژل کېدو عملیات د شنبې په ورځ ترسره شول.

نوموړي زیاته کړه، امریکایي ځواکونه به په ستراتېژیک موقعیت کې پاتې شي، څو د اسلامي دولت ډله پرې نږدې د سوریې په شمال ختیځ کې د تېلو مهمې زېرمې یې لاسته ورشي.

د امریکا دفاع وزیر وویل، د هرې هغې ډلې پر وړاندې به له سخت پوځي ځواکه کار واخلي چې د دغو زېرمو امنیت وګواښي.

د امریکا متحده ایالاتو ویلي چې د ابوبکر البغدادي پر وړاندې عملیاتو کې هېڅ امریکايي سرتېري ته زیان نه‌دی رسېدلی.

د امریکا ولسمشر البغدادي یو بایلونکی او کمزوری کس وباله.

This item is part of
XS
SM
MD
LG