د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۳۰

ټرمپ: ابوبکر البغدادي د سوریې په شمال لوېدېځ کې وژل شوی

د اسلامي دولت یا داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي
د اسلامي دولت یا داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر نن یکشنبه اعلان وکړ چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش مشر ابوبکر البغدادي ووژل شو.

ډونالد ټرمپ له سپینې ماڼۍ ملت ته په وینا کې چې په مستقیم ډول له ټلویزیونونو خپرېده وویل: "تېره شپه د امریکا متحدو ایالتونو د نړۍ لومړی درجه ترورېست عدالت ته را کاږه، ابوبکر البغدادي له منځه ولاړ، هغه د اسلامي دولت ډلې موسس او مشر و، د هغې ډېرې بې رحمې او له تشدده ډکې ترورېستي ډلې چې د نړۍ په مختلفو ځایونو کې هرځای کې ده."

ټرمپ وویل، بغدادي د سوریې په شمال لوېدیځ کې د امریکایي ځانګړو ځواکونو له خوا د شپې له خوا په عملیاتو کې ووژل شو.

هغه وویل په دې عملیاتو کې امریکایي ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی، خو په دې عملیاتو کې د بغدادي یو زیات شمېر وسله وال او ملګري له هغه سره یوځای ووژل شول.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

ټرمپ د بغدادي د وژلو د څرنګوالي په اړه وویل: "هغه په یوه بند تونل کې چې ورتښتېدلی و، ووژل شو، هغه ټوله لاره چېغې او بغارې وهلې، د هغه ځای تصفیه اوس پای ته رسېدلې، یو شمېر کسان یا تسلیم شوي یا په ډزو وژل شوي دي، ۱۱ ماشومان له کوره ایستل شوي او هغوی روغ دي، یوازنی کس چې په تونل کې پاتې و، بغدادي و، هغه له ځان سره خپل درې ماشومان بیولي وو چې هغوی یې له ځان سره ووژل، بغدادي چې د دوی سپیانو پسې اخیستی و، د تونل تر اخره پورې رسېدلی و، هغه هلته خپلې واسکټې ته چاودنه ورکړه، خپله ځان او درې ماشومان یې ووژل، په چاودنه کې د هغه جسد ډېر زیانمن شوی و، خو ازمېښتونو کاملاً ثابته کړه چې دا هغه (البغدادي) دی."

تر دې مخکې هم د اسلامي دولت ډلې یا داعش د مشر ابوبکرالبغدادي د وژل کېدو په اړه راپورونه ورکړل شوي چې هغه سم نه وو.

متحدو ایالتونو د البغدادي د نیولو لپاره د معلوماتو په بدل کې د ۲۵ ميلیونو ډالرو جایزه اعلان کړې وه.

د امریکا ولسمشر دغه راز وویل چې د البغدادي د وژلو په عملیاتو کې یو شمېر هېوادونو او افرداو له دوی سره مرسته کړې وه.

ټرمپ په دې اړه وویل: "د دغو عملیاتو امکان نه و، خو هغه یوازې د تأیید شویو معلوماتو پر اساس او هم د یو شمېر هېوادونو او افرادو په مرسته د تطبیق وړ وګرځېد، غواړم له یو شمېر هېوادونو، روسیې، ترکیې، سوریې او عراق او هم د سوریې له کُردانو د هغوی د مشخصې مرستې په خاطر چې له موږ سره یې وکړه، مننه وکړم، دا یو ډېر زیات خطرناک ماموریت و."

د ټرمپ تر دغه اعلان مخکې د نیویارک ټایمز، سي ان ان او نیوزویک په ګډون یو شمېر امریکایي رسنیو د البغدادي د وژل کېدو په اړه ویلي چې ګومان کېږي چې هغه به د سوریې په ادلیب ولایت کې د امریکایي ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی وي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG