د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

د ابوبکر البغدادي له وژنې د افغان حکومت هرکلی


 د اسلامي دولت ډلې یا داعش مشر ابوبکر البغدادي
د اسلامي دولت ډلې یا داعش مشر ابوبکر البغدادي

د افغانستان حکومت د امریکا له خوا د ابوبکر البغدادي له وژل کېدو هرکلی وکړ او هیله یې وښوده چې داعش په افغانستان کې هم له منځه ولاړ شي.

د ابوبکر البغدادي جګړه مارانو د عراق او سوریې په څېر په افغانستان کې هم ګڼ بریدونه کړي چې سلګونه کورنۍ یې د غم پر ټغر کېنولي دي.

افغان حکومت د اسلامي دولت ډلې یا داعش د مشر ابوبکر البغدادي له وژل کېدو وروسته هیله ښکاره کوي چې یوه ورځ د دې ډلې جګړه ماران په افغانستان کې هم ختم شي.

د ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي
د ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي

د ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي پرون یکشنبه ماښام ازادي راډیو ته په یوه پیغام کې وویل: "د البغدادي وژل کېدل د داعش ډلې په له منځه وړلو کې یو لوی ګام دی، د افغانستان حکومت د امریکا متحده ایالتونو له دې اقدامه هرکلی کوي، متاسفانه داعش یوه تر ټولو بده او ترورېستي ډله ده چې د خلکو په وژنې کې لاس لري او د نړۍ یوه لویه برخه یې بې ثباته کړې وه، موږ هیله مند یوو چې د دغه کس نابوي د دې لامل شي چې موږ په بېلابېلو سیمو خاصتاً په افغانستان کې د دې ډلې د له منځه تللو شاهد و اوسو."

ابوبکر البغدادي ځان د اسلامي دولت ډلې یا داعش خلیفه اعلان کړی و او په ۲۰۱۴ کال کې یې وروسته له هغه د نړیوالو پام ور واړاوه چې جګړه مارو یې د عراق ځیني مهم لوېدیځ ښارونه له عراقي حکومته ونیول.

د البغدادي ډله له عراقه سوریې ته پراخه شوه او د راپورونو په اساس دی تر پایه په سوریه کې پاتې و.

د ابوبکر البغدادي د وژل کېدو اعلان پرون د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ وکړ.

ده وویل: "امریکا متحدایالتونو د نړۍ لومړۍ درجه ترورېست مشر عدالت ته وسپاره، ابوبکر البغدادي ووژل شو، دی په نړۍ کې د تر ټولو بې رحمه او وحشي ترورېستي سازمان اسلامي دولت ډلې مشر و."

ټرمپ په دې وینا کې چې له سپينې ماڼۍ خپرېده، زیاته کړه چې بغدادي د شنبې په شپه د سوریې په شمال لوېدیځ کې د امریکایي ځانګړو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې ووژل شو.

اسلامي دولت ډله یا داعش چې مشري یې ابوبکر البغدادي مخته وړله، په عراق او سوریه، افغانستان او ځینو اروپايي هېوادونو کې د مرګونو بریدونو مسؤله بلل کېږي چې پکې زرګونه کسان مړه او ټپيان شوي دي.

اوس پوښتنه دا ده چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د لوی مشر ابوبکر البغدادي وژل کېدل د دې ډلې په جګړه مارانو خاصتاً په هغو چې په افغانستان کې جنګېږي، څومره تاثیر کوي؟

هغه کسان چې داعش ډلې په لومړیو کې په ننګرهار کې په بمونو والوځول
هغه کسان چې داعش ډلې په لومړیو کې په ننګرهار کې په بمونو والوځول

دا پوښتنه د افغانستان د سولې او شخړې د مطالعاتو د انسټيټیوټ یو مشر حکمت الله اعظمي داسې ځوابوي: "زما وېره دا ده چې کله د طالبانو، امریکا او افغان دولت سوله مخته ځي او یو اوربند رامنځته کېږي، بیا داعش غوندې ډله تقریباً یوازنی انتخاب به وي هغو کورنیو او بهرنیو تروریستانو ته چې غواړي جنګ ته ادامه ورکړي، نو بیا په هغه صورت کې به نه یوازې چې داعش په افغانستان کې د یو تهدید په حیث باندې پاتې شي، بلکې لا به هم پراخ شي او دا وېره ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو ده، نو زه فکر نه کوم چې د بغدادي په وژل کېدلو سره به په دې ډلې کوم تاثیر وکړي."

داعش ډلې د ۲۰۱۵ کال له لومړیو په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې خراسان څانګې په نوم په فعالیت پیل وکړ.

که څه هم له لوی غیر اټمي بم را نیولې تر لسګونو هوايي او ځمکنیو عملیاتو پورې د دې ډلې جګړه ماران هدف ګرځول شوي، خو بیا هم د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت د سږ جون میاشتې د یوه راپور له مخې شااوخوا دوه زره داعشیان د افغانستان په ختیځ کې په فعالیت بوخت دي.

د امریکا ترټولو لوی غیر اټمي بم چې د ننګرهار په اچین کې د داعشیانو پر مرکز وتوغول شو
د امریکا ترټولو لوی غیر اټمي بم چې د ننګرهار په اچین کې د داعشیانو پر مرکز وتوغول شو

په سیمه ییزه کچه د داعش د خراسان څانګې څو مشران له هغې ډلې حافظ سعید، عبدالحسیب لوګری، عبدالرحمان غالب او ځینې نور د امریکا او افغان حکومت له خوا وژل شوي، خو بیا هم د دې ډلې مخه په بشپړ ډول نه ده نیول شوې.

د دې ډلې تر ټولو وروستی او خونړی برید سږ ۲۰۱۹ کال اګست میاشت کې و چې د کابل د ودونو یو تالار یې هدف وګرځاوه او نږدې سل تنه ملکیان یې ووژل.

په روشنايي غورځنګ انتحاري برید، په سردار داود خان روغتون کې وسله وال برید، په تبیان علمي مرکز برید، د میوند پر کلب چاودنه تر ټولو خونړي بریدونه یادېږي چې داعش یا اسلامي دولت ډلې یې په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG