د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۱

د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د حکومت ضد لاریون نن اسلام اباد ته رسېږي


د ازادۍ مارش غړي به نن د اسلام اباد په اېچ ناین سیمه کې د اتوار بازار په نوم مارکېټ ته په نږدې میدان کې لمن وغوړوي.
د ازادۍ مارش غړي به نن د اسلام اباد په اېچ ناین سیمه کې د اتوار بازار په نوم مارکېټ ته په نږدې میدان کې لمن وغوړوي.

په پاکستان کې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ "د ازادۍ مارش" به نن (اکټوبر ۳۱مه) اسلام اباد ته ورسېږي.

د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمن پرون بیا د پاکستان پر صدراعظم عمران خان غږ وکړ چې استعفا وکړي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په اسلام اباد کې نن امنیتي تدابیر شدید شوي دي.

د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ دا حرکت د اکټوبر په ۲۹مه د پنجاب ایالت له ملتان ښاره د لاهور پر لور روان شو او پرون یې اسلام اباد ته مخه کړه.

د ازادۍ مارش غړي به نن د اسلام اباد په اېچ ناین سیمه کې، د اتوار بازار په نوم مارکېټ ته په نږدې میدان کې لمن وغوړوي.

هغوي به د صدراعظم عمران خان د له واکه د لرې کېدو د غوښتنې ترڅنګ، خپلې درې نورې اساسي غوښتنې هم مطرح کړي.

د ازادۍ مارش غړي غواړي چې د پوځ له لاس وهنې پرته بیا انتخابات وشي، په اساسي قانون کې د اسلامي اصولو ضمانت وشي او هغه سیاسي شخصیتونه باید خوشي شي چې په پاکستان کې د احتساب د ملي ادارې په حکم نیول شوي دي.

د جمعیت علمای اسلام ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د لاهور ښار د نیازبېګ په سیمه کې پرون د ازادۍ مارش ګډونوالو ته په وینا کې وویل: "په اسلام اباد کې به واکمانانو ته ووایو چې د ولس په رایه نه، په درغلۍ واک ته رسېدلي یاست ځکه ولس تاسو واکمنان نه ګڼي."

خو د پاکستان د صدراعظم عمران خان ګوند تحریک انصاف پاکستان ویلي، عمران خان به هېڅکله له خپل مسئولیته اوږې سپکې نه کړي.

د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ دا حرکت د اکټوبر په ۲۹مه د پنجاب ایالت له ملتان ښاره، د لاهور پر لور روان شو او پرون یې اسلام اباد ته مخه کړه.
د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ دا حرکت د اکټوبر په ۲۹مه د پنجاب ایالت له ملتان ښاره، د لاهور پر لور روان شو او پرون یې اسلام اباد ته مخه کړه.

د پاکستان د صدراعظم د اطلاعاتو سلاکار فردوس عاشق اعوان پرون خبریالانو ته وویل: "تاسو پر ټولنیزو رسنیو خپاره شوي عکسونه او فلمونه وکتل چې د مارش ګډونوالو یوازې ډنډې نه، کلاشینکوفونه یې لېږدول. که هغوی فکر کوي چې حکومت ته به ستونزه جوړه کړي، باید وپوهېږي چې پر ضد به یې شدید ګامونه پورته کړو."

اغلې اعوان وویل چې د ازادۍ مارش له نږدې څاري.

په پاکستان کې یوشمېر نورو سیاسي حزبونو لکه مسلم لیګ نواز، پاکستان پيپلز پارټي، عوامي نشنل پارټي، نشنل او پښتونخوا عوامي ګوند هم د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د روان شوي مارش ملاتړ کړی دی.

دا مارش د اکټوبر په ۲۷مه د کراچۍ ښار له سهراب کوټه روان شو.

له خیبر پښتونخوا به دازادۍ مارش د پلویانو قافله هم نن اسلام اباد ته ورسېږي او له جمیعت علماي اسلام ف سره به یوځاي شي.

XS
SM
MD
LG