د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون نن د ولسمشرۍ ټاکنو د ابتدايي پایلو د اعلان نېټه اعلانوي


د انتخاباتو د مهالوېش له مخې، د میزان شپږمې ولسمشریزو ټاکنو ابتدايي پایلې باید د میزان په ۲۷ اعلان شوې وای.
د انتخاباتو د مهالوېش له مخې، د میزان شپږمې ولسمشریزو ټاکنو ابتدايي پایلې باید د میزان په ۲۷ اعلان شوې وای.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، نن (عقرب ۵مه) به خلکو ته ووايي چې څه وخت کولائ شي د جمهوري ریاست د ټاکنو ابتدايي پایلې اعلان کړي.

د انتخاباتو د مهالوېش له مخې، د میزان شپږمې ولسمشریزو ټاکنو ابتدايي پایلې باید د میزان په ۲۷ اعلان شوې وای.

خو د ټاکنو کمېسیون چارواکو وویل چې د تخنیکي ستونزو له امله او د انتخاباتو د شفافیت د تضمین لپاره یې پرېکړه کړې چې دا اعلان وځنډوي. د کمېسیون رئیسې له ادې امله له خلکو بخښنه وغوښته.

د ټاکنو کمیسیون دوه ورځې وړاندې له ټولو بیومټریک دستګاوو څخه د رأی ورکوونکو معلوماتو مرکزي سرور ته ولېږدول.

تر هغه وروسته، د درمالوګ په نوم جرمني کمپنۍ ته چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون قرارداد ورسره کړی، سپارښتنه وشوه چې د بیومټریک معلوماتو لرونکې رأیې تصفیه کړي.

درمالوګ شرکت ته درې کاري ورځې وخت ورکړل شوی و چې دا پروسه بشپړه کړي. دا موده پرون ماښام پای ته ورسېد.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون یوه ویاند عبدالعزیز ابراهیمي ازادي راډیو ته وویل، د بیومټریک رأیو د تصفیې د راپور پر بنسټ، د ابتدايي پایلو د اعلان نېټه غوره کیږي.

ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه: "تاسو خبر یاست چې د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړي، اورنګ زېب پرون ژمنه وکړه چې نن به د ابتدايي پایلو د اعلان نېټه غوره شي. موږ به د عملیاتي ټیم د څېړنو له مخې نن د افغانستان خلکو ته اعلان وکړو چې څه وخت د ټاکنو ابتدايي پایلې څرګندولائ شو."

د امریکا متحده ایالات، د ملګرو ملتونو سازمان او د افغانستان جمهور رئیس مکرراً د ټاکنو پر کمېسیونونو ټینګار کړی چې د دې پروسې شفافیت په پام کې ونیسي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس کې، د جمعې په ورځ د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې دازادي راډیو خبریال ته په مرکه کې پر همدې ټکي ټینګار وکړ.

ښاغلي کې وویل، د انتخاباتو شفافیت افغانانو ته ډېر مهم دی.

هغه زیاته کړه: "دا حیاتي اهمیت لري چې د انتخاباتو کمېسیون خپل کار ښه وکړي. رأیې سمې حساب کړي او یوازې سمې رایې حساب کړي. افغانان په بشپړ ډول پر هغوی اتکا لري چې خپل کار ښه وکړي، څو افغانان پر ټاکنو اعتماد پیداکړي."

د افغانستان د جمهوري ریاست پر ټاکنو د پنجشنبې او جمعې په ورځو په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې هم خبرې شوې دي.

د ناټوعمومي منشي ینس سټولټنبرګ د جمعې په ورځ خبریالانوته وویل، "په ټاکنو کې ټولې خواوې باید کرار وي، له زغمه کار واخلي او د انتخاباتي ادارو د کار پایلو ته صبر وکړي."

XS
SM
MD
LG