د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۶

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون نن د بیومټریک معلوماتو لرونکو رایو تصفیه پيلوي


د افغانستان د انتخاباتو کمېسیون په پام کې لري د بیومټریک معلوماتو لرونکو رأیو کې هم سمې او ناسمي په درېیو ورځو کې بېلې کړي.
د افغانستان د انتخاباتو کمېسیون په پام کې لري د بیومټریک معلوماتو لرونکو رأیو کې هم سمې او ناسمي په درېیو ورځو کې بېلې کړي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، نن پنجشنبه (عقرب دویمه) د بیومټریک معلوماتو پر اساس د ثبت شویو رأیو د تصفیې بهیر پیلېږي.

د ټاکنو کمېسیون به همداراز نن خلکو ته ووايي چې څه وخت د جمهوري ریاست د ټاکنو ابتدايي پایلې اعلانولای شي.

د دغه کمېسیون یوه ویاند عبدالعزیز ابراهیمي پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل، دوی ته جوته شوې چې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو په ورځ یو میلیون او ۹۳۲ زره او ۶۷۳ کسانو د بیومټریک معلومات پر اساس رایې ورکړې دي.

د ټاکنو کمیسیون د بیومټریک معلوماتو تر برسېره کېدو وړاندې په تېرو ټاکنو کې د کارول شویو رایو شمېر نږدې دوه میلیونه او ۷۰۰ زره اعلان کړی و. خو اوس د رایو شمېر څه باندې ۷۶۰ زره راټیټ شو.

ښاغلي ابراهیمي وویل چې پرون دا معلومات په بشپړ ډول د بیومټریک له ماشیونونو څخه مرکزي سرور یا د معلوماتو ثبتولو مرکزي سیسټم ته انتقال شول.

هغه زیاته کړه چې د بیومټریک معلوماتو پراساس اچول شوې رایې هم تصفیې ته اړتیا لري او د سمو او ناسمو رایو جلا کولو لپاره درې ورځې وخت ټاکل شوی دی.

ښاغلي ابراهیمي وویل: "د ټاکنو خپلواک کمېسیون درمالوګ شرکت ته هدایت ورکړی چې د دې بیومټریکي معلوماتو د تصفیې بهیر پیل کړي. دا بهیر به درې کاري ورځې وخت ونیسي."

د ټاکنو کمیسیون د تګلارې پر بنسټ یوه رأیه هغه وخت معتبره ګڼل کېږي چې د رأی ورکوونکي د مخ او د سټیکر لرونکې تذکرې عکس او د ګوتو نښې په بیومټریک دستګاه کې ثبت شوې وي او یو ځانګړی رمز د هغه پر رأی پاڼې نصب شوی وي.

افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې د میزان په ۶مه ترسره شوې او د ټاکل شوي مهالوېیش له مخې باید ددغو ټاکنو نتیجه د میزان په ۲۷مه اعلان شوی وای.

خو د ټاکنو کمیسیون رئیسې حوا علم نورستانۍ وویل، د تخنیکي ستونزو له امله او د ټاکنو د روڼوالي خوندیتوب لپاره یې د ابتدايي پایلو اعلان وځنډاوه.

دا لا نه ده معلومه چې دغه پایلې به څه وخت اعلان شي.

XS
SM
MD
LG