د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۸:۰۱

د انتخاباتو کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو د رای ورکوونکو لومړی شمېر اعلان کړ


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د رای ورکوونکو لومړی شمېر اعلان کړ.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د اعلان له مخې د تلې د شپږمې د انتخاباتو د ګډونوالو شمېر نږدې دوه میلیونه او اوه سوه زره کسانو ته رسېږي.

د دې کمېسیون یوه غړي مولانا محمد عبدالله پرون مازیګر په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل، دا ارقام وروستي نه دي او ښايي بدلون پکې راشي.

دی وایي: د ټولو رأیو شمېر چې موږ ته رارسېدلی، ۲۶۹۵۸۹۰ دوه میلیونه او شپږ سوه او پنځه نوي زره اته سوه او نوي کسانو ته رسېږي، د یادونې وړ ده چې دا ارقام دقیق نه دي، زموږ څېړنې روانې دي او ښايي کموالی پکې راشي، ځکه زموږ راپورونه ښيي چې په ځینو محلونو او مرکزونو کې له بایومټریک پرته رأیې هم کارول شوي دي، دا رأیې به له بایومټریک شویو رأیو جلا شي او چې دا کار وشو، نو دا شمېره به راکمه شي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون غړی مولانا عبدالله
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون غړی مولانا عبدالله

مولانا عبدالله وویل، د انتخاباتو په ورځ د رأی ورکولو ټول ۴۶۸۴ مرکزونه چې ۲۶۵۶۸ محلونه پکې وو، پرانیستي او ۶۸۹ مرکزونه بند وو.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دې غړي په وینا، بلخ د رأی ورکولو د ۱۲۶ بندو مرکزونو په لرلو سره د هغو ولایتونو په سر کې و چې تر ټولو زیات مرکزونه یې بند وو.

د کورنیو چارو وزارت له انتخاباتو مخکې ویلي وو چې د ۴۹۴۲ مرکزونو امنیت به خوندي کړي.

له بلې خوا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ فیفا د انتخاباتو له خپلواک کمېسیونه غواړي چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د رأی ورکوونکو شمېر داسې اعلان کړي چې له مخې یې په هر مرکز کې د رأی ورکوونکو شمېر واضح وي.

د دې بنسټ اجرائیه رئیس یوسف رشید په دې اړه تېره شپه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: له کمېسیونه مې غوښتنه دا ده چې د ارقامو په اړه اضافي جزیات که د مرکزونو په اړه دي که د ګډون کوونکو د مشارکت د کچې په اړه، د مرکزونو په تفکیک سره خلکو ته وړاندې کړي، ترڅو دا بحث چې کوم ځای امن دی او کوم ځای ناامنه، چېرته د خلکو ګډون زیات دی او چېرته کم دی، له منځه ولاړ شي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ فیفا اجرائیه رئیس یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ فیفا اجرائیه رئیس یوسف رشید

د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې له نهه نیم میلیونو زیاتو خلکو نوم لیکنه کړې وه.

د تلې د ۶مې په انتخاباتو کې چې د ملي وحدت د حکومت دواړه مشران یې مخکښ کاندیدان بلل کېږي، د خلکو د پیکه ګډون علت تر ډېره امنیتي ګواښ بلل شوی دی.

د دواړو کاندیدانو ټیمونو ویلي دي چې تر ټولو زیاتې رأیې یې ګټلي، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له کاندیدانو غوښتي دي چې د انتخاباتو د نتیجو په اړه اټکلونه دې نه کوي او اجازه دې ورکړي چې کمېسیون نتایج اعلان کړي.

د انتخاباتي مهالوېش له مخې ټاکل شوې چې د انتخاباتو لومړني نتایج دوه اوونۍ وروسته د تلې په ۲۷مه او وروستي نتایج د لړم د میاشتې په ۱۶مه اعلان شي.

XS
SM
MD
LG