د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو سعودي عربستان ته روان شوی ترڅو ددې هېواد د تېلو پر تاسیساتو د وروستیو بریدونو په اړه، له سعودي چارواکو سره خبري وکړي.
د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس هم ویلي چې هېواد یې په دغو بریدونو کې د ایران د لاس لرلو په اړه ټول شته شواهد څیړي.
ایران د سعودي عربستان د ارامکوی د تیلو پر تاسیساتو د ډرون الوتکو په وسیله شويو بریدون کې هرډول لاس لرل رد کړي دي.
د سعودي د تیلو پر سترو تاسیساتو د شنبې ورځې بریدونو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پښه ریاض ته راښکله.
مایک پامپیو د سه شنبې په ورځ (سپټمبر ۱۷مه) ناوخته سعودي عربستان ته روان شو او ټاکل شوې چې هلته به د سعودي چارواکو سره د راتلونکو اقداماتو په اړه خبرې اترې وکړي.
بلخوا د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس پرون په واشنګټن کې وویل، پامپیو به له سعودي چارواکو سره د تیلو پر تاسیساتو د برید په اړه د امریکا پر غبرګون خبرې وکړي.
ښاغلي پینس زیاته کړه، امریکا دا مهال هغه شواهد څیړي چې په دې پېښه کې د ایران لاس لرل ثابتوي.
"موږ ټول شواهد څیړو. له خپلو متحدانو سره به مشوره وکړو. ولسمشر ټرمپ به په راتلونکو ورځو کې د ترټولو مناسب اقدام په اړه پریکړه وکړي".
تر دې مخکې هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي وو چې د سعودي د تیلو پر تاسیساتو برید ایران کړی، خو تهران دا تور رد کړ او هغه یې بې بنسټه وباله.
په یمن کې حوثي یاغیان چې ایران یې ملاتړ کوي او له سعودي عربستان سره جنګیږي ادعا کوي چې د سعودي د تیلو پر تاسیساتو د بې پیلوټه الوتکو په وسیله برید دوی کړی دی.
تر دغه برید وروسته د سعودي د تېلو د تولید کچه نیمايي ته راټیټه شوه چې ورسره په نړیوالو بازارونو د اومه نفتو بیه په بېسارې ډول لوړه شوه. سعودی د نړۍ ۱۰ سلنه تېل تولیدوي.
په سعودي کې د تیلو دولتي شرکت ارامکوی وايي، اوسمهال ددغه هېواد د تېلو تولید کچه په ورځني ډول څه کم شپږ میلونه بیرله راکم شوی دی.
په عین حال کې امریکايي چارواکو ویلي، په ایران کې هغه سیمه پیژندل شوې چې پر سعودي عربستان ترې دا بریدونه ترسره شوي دي.
دغو چارواکو چې نومونه یې نه دي یاد شوي د سي بي ایس ټلویزوني شبکې ته یې ویلي، د سعودي عربستان د تیلو پر تاسیساتو په دې عملیاتو کې له شل توغندیو او ډرون الوتکو کار اخیستل شوی دی.
بل خوا سعودي عربستان وايي ددغه هېواد د تیلو تولید به په راتلونکو دوو یا درېیو اونیو کې بیرته عادي حالت ته راستون شي.