د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۴۵

امریکايي چارواکي: د عربستان د تېلو پر تأسیساتو حملې د ایران کار دی

د سعودي عربستان د تېلو تأسیسات چې د یمن د حوثيانو د بې‌پیلوټه الوتکو د حملو په پایله کې اور اخیستی.
د سعودي عربستان د تېلو تأسیسات چې د یمن د حوثيانو د بې‌پیلوټه الوتکو د حملو په پایله کې اور اخیستی.

د یمن په جګړه کې د عربي ائتلاف ویاند ترکي المالکي وايي، لومړنۍ څېړنې ښيي، هغه وسلې چې د سعودي عربستان د تېلو پر تأسیساتو په وروستۍ حمله کې ورڅخه کار اخیستل شوی، ایرانۍ دي.

ترکي المالکي پرون (دوشنبه د سنبلې ۲۵) په ریاض کې یوې خبري غونډې ته وویل "د برید ټولې لومړنۍ نښې نښانې او شواهد ښيي چې د بقیق او خریص په حملو کې له ایراني وسلو کار اخیستل شوی."

د سعودي عربستان په مشرۍ د دې سیمه‌ییز ائتلاف ویاند همداراز وویل چې څېړنې لا روانې دي، خو تر دې دمه ویلی شي چې دا بریدونه د یمن له خاورې نه‌دي شوي.

ترکي المالکي زیاته کړه "ترورېستي حملو نه‌یوازې د سعودي عربستان، بلکې د نړۍ د انرژۍ امنیت له خطر سره مخامخ کړی دی."

د عربي ائتلاف ویاند پرون حوثي یاغیان د ایران د سپاه پاسداران لاسپوڅي وبلل او د ایران حکومت‌یې ترورېستي وباله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په ګډون یو شمېر امریکايي چارواکو هم د سعودي عربستان د تېلو د تأسیساتو په حملو کې د تور ګوته ایران ته نیولې ده.

ایران ویلي چې د سعودي عربستان د تېلو په تأسیساتو حملو کې لاس نه‌لري، خو د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ د دوشنبې په ورځ په یوه ټویټري پیغام کې د ایران انکار ته په اشارې وویل "دوی د امریکايي بې‌پېلوټه الوتکې د ویشتلو په پېښه کې هم لوی دروغ ویلي وو."

ټرمپ همداراز لیکلي "اوس به هم ووینئ چې وايي به د سعودي عربستان له حملې سره هېڅ ارتباط نه‌لري."

د سعودي عربستان د بقیق او خریص د تېلو پر تأسیساتو د شنبې په سهار د بې‌پېلوټه الوتکو بریدونه وشول او سمدستي یې مسؤلیت د یمن حوثي یاغیانو په غاړه واخیست.

خو امریکايي چارواکي ایران په دې برید کې په لاس لرلو تورنوي او وايي چې ایران د نړۍ د انرژۍ پر لویې سرچینې بې‌سارې حمله کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې کیلي کریفټ امنیت شورا ته پرون وویل، له ترلاسه شویو معلوماتو ښکاري چې د سعودي د تېلو پر تأسیساتو د حملې مسؤلیت د ایران په غاړه دی او داسې هېڅ نښه نه‌شته چې دا بریدونه دې له یمن څخه شوي وي.

په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا استازي کارن پیرس وویل چې هیواد یې دا موضوع څېړي څو عامل‌یې وپېژندل شي او کله چې هر څه څرګند شول، له خپلو متحدانو سره به پرې خبرې وکړي چې څه ډول مسؤلانه چلند غوره کړي.

د بقیق او خریص د تېلو پر تأسیساتو د شنبې د ورځې د حملو له کبله د سعودي عربستان د تېلو تولید د ورځې ۵ میلیونه بېرله کم شوی دی.

د امریکا حکومت ویلي چې د تېلو په عرضه کې د کمښت د مخنیوي لپاره به له خپلو ستراتېژیکو زېرمو کار واخلي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG