د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۴۷

ټرمپ: داسې نښې شته چې ښيي د سعودي د تېلو د تولید پر چاڼ ځایونو حمله چا کړې


د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، داسې نښې شته چې متحده ایالات باور وکړي چې د سعودي عربستان د تېلو د تولید پر سترو چاڼ ځایونو حمله چا کړې ده.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، متحده ایالات دې ته تیار دي چې د سعودي عربستان د تېلو د تولید پر چاڼ ځایونو د شنبې د ورځې حملې ته غچ اخیستونکی ځواب ورکړي، هغې حملې چې د سعودي عربستان د تېلو تولیدات یې مختل کړي دي.

ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره شپه په یوه ټوېټ کې ولیکل: د سعودي عربستان د تېلو د تولید پر تاسیساتو حمله شوې، دا چې دا حمله چا کړې دلایل لرو، لاس په ماشه یو، خو عامل یې باید تأیید شي. موږ دې ته هم منتظر یوو چې سعودي عربستان څه وایي چې د دوی په باور د دغې حملې تر شا د چا لاس دی او تر کومو شرایطو لاندې به یې موږ په وړاندې اقدام کوو.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ

پرون د ورځې په پیل کې ټرمپ وویل چې اجازه یې ورکړې چې د اړتیا په صورت کې د متحدو ایالتونو د تېلو ستراتیژيکې ذخیرې دې تېل بازارونو ته عرضه کړي چې د تېلو بازار ثبات ومومي.

د رسمي شمېرو له مخې، امریکا په دغو زېرمو کې ۶۳۰ ميلیون بیرله تېل ذخیره کړي دي.

دغه راز یوه امریکایي چارواکي چې نوم یې نه دی ښودل شوی، هم روېټرز خبري آژانس ته ویلي چې دغه حمله له هغه لوري شوي چې ښیي ایران پکې لاس لري او ښایي ورڅخه په کروز میزائیلو کې کار اخیستل شوی وی، نه بې پیلوټه الوتکې چې د ایران ملاتړو حوثي یاغیانو یې د مسؤلیت اخیستو په ترڅ کې خبره کړې وه.

ایران د امریکا د متحدو ایالتونو دغه تورونه چې ګواکې د دې حملو تر شا د ایران لاس دی، رد کړی او هم یې خبرداری ورکړی چې میزائیل یې په سیمه کې په وچه او اوبو کې امریکایي ځواکونه په نښه کولی شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پامپیو د هغو تورونو چې ویلي یې وو، تهران نړۍ ته په عرضه کېدونکې انرژۍ باندی بې سارې حمله کړې ده، پرون په یوه بیان کې وویل چې ایران په دې حملو کې لاس نه لري او دغه تورونه یې غیر موثر او ړانده وبلل چې د ده په وینا، د درک وړ نه دي او هغه بې معنی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه راز وویل چې د دغو تورونو هدف دا دی چې د ده په خبره، د ایران په وړاندې د راتلونکو اقداماتو لپاره توجیه ولټول شي.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو یوه جګپوړي قوماندان خبرداری ورکړی چې هېواد یې جګړې ته چمتو دی.

د ایران تسنیم نیمه دولتي خبرې آژانس د قوماندان امیر علي حاجي زاده له قوله خبر ورکړی چې ویلي یې دي، ټول باید په دې پوه وي چې د امریکایانو ټولې اډې او د هغوی الوتکې وړونکې کښتۍ تر ۲۰۰۰ کیلومتره واټن کې دي چې زموږ میزائیل ور رسېدلی شي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني هم پرون یکشنبه د سعودي د تېلو پر چاڼ ځای برید ته له اشارې پرته وویل چې امریکایان یوازې ملامتي په نورو اچوي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

روحاني وویل، امریکایان د دې پر ځای چې ځان محکوم کړي او ومنی چې په سیمه کې یې حضور او په سوریه او یمن کې یې مداخلې ستونزې جوړوي، وخت ناوخته د سیمې هېوادونه تورنوي یا د یمن مبارز خلک تورنوي.

له دغې حملې وروسته د نړۍ په بازارنو کې د برینت اومه تېلو بیه په سلو کې ۱۹ لوړه شوې او د یوه بیرل تېلو بیه څه کم ۷۲ ډالرو ته رسېدلې ده.

د ویسټ تکزاس د تېلو بیه بیا په سلو کې ۱۵ لوړه شوې او د یوه بیرل بیه یې څه باندې ۶۳ ډالرو ته لوړه شوې ده.

د سعودي عربستان د تېلو د تولید پر چاڼ ځایونو په دغې حملې سره د دې هېواد د تېلو تولیدات په ورځ کې پنځه ميلیونه او اووه سوه زره بیرله کم شوي چې دا د نړۍ بازارانو ته د عرضه کېدونکو تېلو په سلو کې پنځه دي.

XS
SM
MD
LG