د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۵

روحاني: امریکا د دې پر ځای چې ځان محکوم کړي، د سیمې هېوادونه تورنوي


د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

ایران د امریکا هغه تورونه رد کړل چې د سعودي عربستان د تېلو پر یوه لوی چاڼځای برید یې د دوی کار باله.

په اصل کې د یمن حوثي یاغیانو چې د ایران له ملاتړه برخمن دي، په سعودي عربستان کې د تېلو پر چاڼځای د برید مسؤلیت منلی، خو امریکا د دې برید لپاره ایران تورنوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي تهران د نړۍ د انرژۍ د تامین په برخه بې مخینې برید پيل کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

هغه ویلي، په داسې وخت کې چې په فارس خلیج کې د کړکېچ د کمښت لپاره له ایرانه نړیوالو په وار وار غوښتنې کړي، خو بیا یې هم دا برید وکړ او اوس باید ټول هېوادونه د ایران دا بریدونه په واضح توګه وغندي.

امریکا متحده ایالتونو، ملګرو ملتونو، سعودي عربستان په خپله، عربي متحده اماراتو، بحرین او کوېټ د سعودي د تېلو پر چاڼځای دا برید غندلی دی.

د ولسمشر ډونالد ټرمپ لوړپوړي سلاکار کیلین کانوې هم د ایران رژیم د سعودي د تېلو په یوه لوی چاڼځای د برید مسؤل وباله.

هغې په دې اړه له فاکس نیوز سره پرون خبرې کړي او ویلي یې دي: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو واضح کړه چې د ایران رژیم د ملکیانو په سیمې او تاسیساتو باندې د دې برید مسؤل دی، ولسمشر او د هغه د ملي امنیت سلاکار، د بهرنیو چارو وزیر او زموږ مشر ډپلومات ډېر انتخابونه لري، کله چې خبره د ورانکارو چلندونو غبرګون او د امریکا د ګټو خوندیتوب ته ورسېږي.

د سعودي د تېلو پر چاڼځای باندې د شنبې د ورځې تر برید وروسته له دې سیمې لمبې پورته شوې او د سعودي د انرژۍ د وزیر په خبره چې تولیدات یې وځنډېدل.

حوثي یاغیانو چې د دې برید مسؤلیت منلی، پخوا پر سعودي عربستان په څو راکټي بریدونو کې ښکېل وو او مسؤلیت یې منلی و.

دا ډله چې څو کاله په یمن کې له حکومت سره په جنګ ده او د سعودي په مشرۍ د یوه ائتلاف له خوا پرې بریدونه روان دي، د ایران له ملاتړه برخمنه بلل کېږي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د یکشنبې په ورځ د سعودي د تېلو پر چاڼځای برید ته له اشارې پرته وویل چې امریکایان یوازې ملامتي په نورو اچوي.

دی وایي: امریکایان د دې پر ځای چې ځان محکوم کړي او ومنی چې په سیمه کې یې حضور او په سوریه او یمن کې یې مداخلې ستونزې جوړوي، وخت ناوخته د سیمې هېوادونه تورنوي یا د یمن مبارز خلک تورنوي.

د روحاني تر خبرو وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي هم وویل چې هېواد یې د امریکا وروستي تورونه ردوي او د دغو تورونه هدف دا دی چې د ده په خبره، د ایران په وړاندې د راتلونکو اقداماتو لپاره توجیه ولټول شي.

د سعودي عربستان د تېلو چاڼځای چې برید پرې شوی، د دې هېواد نږدې نیمايي تیل برابرول.

دغه برید د سعودي د تېلو تولید په ورځ کې پنځه میلیونه او اوه لکه بېرله را کم کړی.

د وال سټریټ ژورنال او روېټرز اژانسونو په خبره، د سعودي د تېلو دا کموالی په نړۍ کې د تېلو د ورځني تولید پنځه فیصده متاثره کوي.

XS
SM
MD
LG