د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۷ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۱۲

پامپیو ایران د سعودي د تېلو د تولید پر تاسیساتو د بریدونو په خاطر ملامت کړ

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ایران د سعودي عربستان د تېلو د تولید پر تاسیساتو د لسو بې پېلوټه الوتکو د بریدونو په خاطر ملامت کړ.

ده وویل، ایران نړۍ ته د انرژۍ پر مهیاکوونکي مرکز بې ساری برید کړی دی.

په یمن کې د ایران له ملاتړه برخمنو حوثي یاغیانو پرون شنبه په سعودي عربستان کې د تېلو د تولید پر دوو تاسیساتو د حملو ادعا وکړه.

دا تاسیسات د ورځې تر ۵ ميلیونه او ۷ سوه زره بېرله تېل تولیدوي چې د سعودي عربستان د تېلو د ټول تولید نږدې نیمايي ته رسېږي.

روېټرز خبري اژانس او وال سټریټ ژورنال وايي، دې برید د نړۍ د تېلو د ورځني تولید ۵ سلنه اغېزمنه کړې ده.

پامپیو په یوه ټوېټ کې لیکلي چې داسې کوم ثبوت نشته چې دا برید دې د یمن له لوري شوی وي.

ده د ایران ولسمشر حسن روحاني او د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په دروغي ډیپلوماسۍ تورن کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لیکلي: تهران پر سعودي عربستان په نږدې ۱۰۰ حملو کې لاس لري، خو روحاني او ظریف داسې تظاهر کوي چې ګواکي په ډیپلوماسۍ بوخت دي.

د امریکا دفاع وزیر مایک پامپیو
د امریکا دفاع وزیر مایک پامپیو

پامپیو ویلي: د فارس خلیج په سیمه کې د کړکېچ کمولو لپاره له ټولو غوښتنو سره سره ایران اوس د نړۍ د انرژۍ د مهیا کولو پر تاسیساتو کمساری برید وکړ، موږ له ټولو هېوادونو غواړو چې په ښکاره او په لوړ غږ د ایران حملې وغندي.

د سعودي عربستان په ختیځ کې د بقیق ولایت د تېلو د تولید پر تاسیساتو د بې پېلوټه الوتکو له پرونیو حملو وروسته اور بل شو.

د سعودي عربستان د انرژۍ وزیر شهزاده عبدالعزیز بن سلمان ویلي چې د اور لګېدو له کبله په دې چاڼځای کې د تېلو تولید موقتاً تم شو.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG