د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۲

پاکستان: د کشمیر وضعیت به د پاکستان او هند د تصادفي جګړې لامل شي


پاکستان خبرداری ورکوي چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې روان وضعيت امکان لري چې له هند سره د یوې تصادفي جګړې لامل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکوي چې په کشمیر کې روان وضعیت ممکن د دغه هېواد او هند ترمنځ د یوې تصادفي جګړې لامل شي.

نوموړي د ملګرو ملتونو له عالي کميشنرې مېشل بجلیټ څخه وغوښتل چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر څخه لیدنه وکړي.

شاه محمود قریشي په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو د شورا د ناستې په څنډه کې خبریالانو ته وویل، دی په دې باور دی چې پاکستان او هند د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې په نتایجو پوهېږي، خو خبرداری یې ورکړ چې د دواړو هېوادونو تر منځ د یوې تصادفي جګړې رامنځته کېدل لېرې خبره نه ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تېره میاشت د هند له خوا د کشمیر د نسبي خودمختارۍ تر لغوه کېدلو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې ډېرې شوې او دا ستونزې له هغې لاپسې زیاتې شوې چې د هند امنیتي چارواکو د اګست په دوهمه وویل چې داسې شواهد یې موندلي چې وسله والو کسانو چې د پاکستان پوځ یې ملاتړ کوي، په کشمیر کې د هندوانو په یوه عبادت ځای د حملې پلان جوړ کړی و.

د روان میلادي کال د فبرورۍ په ۱۴مه په هندي کشمیر کې د هند د پولیسو پر موټر چاودنه

د روېټرز خبري اژانس په حواله، هندي چارواکي وايي چې وسله والو کسانو پلان جوړ کړی و چې د امرنات په غار کې چې د هندوانو لپاره ډېر سپېځلی ځای دی او هر کال زرګونه هندوان د عبادت لپاره ورځي، چاودنه وکړي.

د هندي لوري په وینا، د چاودېدونکو موادو په هغه بسته کې چې موندل شوې، داسې ماینونه هم شامل وو چې د پاکستان ساخت نښه ورباندې نښلول شوې وه.

روېټرز خبري اژانس وايي، د هند تر واکمنۍ لاندې کشمېر کې حکومت له دې وروسته حکم صادر کړ چې د امرنات غار ته د عبادت لپاره د زیارت کوونکو تګ بند شي او پر هغو کسانو چې وار له مخه هلته ورغلي، امر وشو چې خپلو کورونو ته ستانه شي.

هغه وخت هند خپل کشمیر ته نور سرتېري هم واستول او ځای ځای په راټولېدنو او ګرځبندیزو لګولو یې پیل وکړ چې د ځایي خلکو له غبرګونونو سره هم مخ شول.

دغه وضعیت ته په کتو د پاکستان صدراعظم عمران خان په یوه غونډه کې ویلي وو چې هند په داسې حال کې په کشمیر کې د بې ثباتۍ د رامنځته کولو هڅه کوي چې پاکستان او نړیواله ټولنه د افغانستان د کړکېچ د حل کولو هلې ځلې کوي.

خو شاه محمود قریشي تازه وویل: که اوسنی وضعیت دوام پیدا کړي، هر څه امکان لري.

د هند پوځ له دغه اقدام سره هم مهاله د تېرې میاشتې له لومړیو په دغه سیمه کې شدید امنیتي تدابیر پیل کړل.

هندي ځواکونه
هندي ځواکونه

د مبایل ټیليفونونو شبکې غیر فعاله شوې او انټرنټي خدمتونه هم د کشمیر له څو محدودو ناحیو پرته بل ځای کار نه کوی.

کشمیر چې د همالیا د غرونو په څنډه کې پروت دی او د هند او پاکستان ترمنځ وېشل شوی، دواړه هېوادونو یې د بشپړ مالکیت ادعاوې لري.

له بریتانیا څخه په کال ۱۹۴۷ کې د دواړو هېوادونو د خپلواکۍ تر اخیستنې وروسته تر اوسه د هند او پاکستان ترمنځ له شویو درې جګړو څخه دوه یې د کشمیر پر سر وې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه وغوښتل چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر د وضعيت په اړه نړیوالې څېړنې وکړي.

نوموړي خبریالانو ته وویل چې د ملګرو ملتونو له کميشنرې مېشل بجلیټ سره یې خبرې کړي او هغې ته یې بلنه ورکړې چې هم د هند او هم د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر څخه لیدنه وکړي.

قریشي وویل چې مېرمن بجلیټ باید له دواړو لیدنه وکړي او پر واقیعتونو ولاړ یو راپور چمتو کړي، تر څو نړیوال پوه شي چې وضعیت څه ډول دی.

د فرانسي خبري اژانس په راپور کې په دې اړه راغلي، که څه هم مېرمن بجليټ د داسې یوې لیدنې لپاره رضایت ښودلی، خو د دغې خبرې د فوري تأیید لپاره یې دفتر ته لاسرسی نه دی شوی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل چې د خبرو له لارې هم د ستونزو د راکمولو امکان شته او د دې لپاره څو اړخیزو خبرو او یا هم د منځګړي موجودیت ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ د دوشنبې په ورځ د بشر حقونو د ناستې د پرانیستې پر مهال د کشمیر د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

XS
SM
MD
LG