د افغانستان په شمال ختیځ ولایت تخار کې سیمهییز چارواکي وایي، تر ینګي قلعه وروسته نن د دغه ولایت بله ولسوالۍ درقد هم د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.
پر دغو ولسوالیو له څو ورځو راهیسې د طالبانو برید روان و، وسلهوالو تېره شپه ینګي قلعه او نن له غرمې مخکې د درقد ولسوالۍ تر خپل کنټرول لاندې راوستې.
د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري د سې شنبې په ورځ (وږې ۱۹) ازادي راډیو ته وویل، دولتي سرتېري، خلکو او دولتي کارکوونکو ته د مرګ ژوبلې اوښتو د مخنیوي لپاره، له دغو ولسوالیو په تاکتیکي ډول شاته شوي دي.
ښاغلي هجري وویل، طالبانو له درېیو لورو د درقد ولسوالۍ پر مرکز بریدونه پيل کړل.
د هغه په خبره، دولت هڅه کوي چې پر دغو سیمو د طالبانو کنټرول د پای ته رسولو لپاره، هلته مرستندویه سرتېري واستوي.
د تخار د ولایتي شورا چارواکي وایي، که پر وخت سیمې ته اضافي سرتېري ونهرسېږي، نو ځینې نورې ګاونډۍ ولسوالۍ به هم د طالبانو لاس ته ولوېږي.
د دغې شورا منشي محمد اعظم افضلي ازادي راډیو ته وویل، له درقد ولسوالۍ نه د ملي اردو او پولیسو سرتېري او ولسي پاڅوانوال شاته شوي او خواجه بهاوالدین ته راغلي دي.
ښاغلي افضلي زیاته کړه: "د شاته تګ علت په سیمه کې د سرتېرو کموالی دی. هېڅڅوک پر وخت د دغو سیمو وضعیت ته پام نهکوي، نو د دې لپاره چې د دولتي ځواکونو تلفات لوړ نهشي، له درقد څخه شاته شوي دي."
له ۲۴ ساعتونو په کمه موده کې دا د تخار دوهمه ولسوالۍ ده چې د طالبانو لاس ته لوېږي.
طالبانو تر یوې اوونۍ بریدونو وروسته تېره شپه د دغه ولایت ینګي قلعه ولسوالۍ له دولتي ځواکونو ونیوله.
د تخار د والي ویاند وویل، مرستندویه ځواکونه سیمې ته استول شوي او هڅه کېږي چې د نن ورځې په اوږدو کې حکومت بېرته د ینګي قلعه کنټرول ترلاسه کړي.
طالبان هم د ینګي قلعه او درقد ولسوالیو د نیولو او دولتي سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي. د دغې ډلې یوه ویاند ذبیحالله مجاهد وویل، په درقد کې ټول پوځي تجهیزات د دوی وسلهوالو ته په لاس ورغلي.
په وروستیو څلورو کلونو کې دا درېیم ځل دی چې د درقد ولسوالۍ د دولت له کنټروله وځي.
درقد د تالقان ښار د شمال په ۹۰ کیلومترۍ کې د امو دریا په منځ کې یوه ټاپو ده چې تاجکستان سره پر پوله لري.
تېره ورځ سیمهییزو چارواکو د تخار د خواجه غار پر مرکز هم د طالبانو د بریدونو خبره کړې وه.
طالبانو وړمه ورځ د خواجه غار په ګاونډ کې د کندز دشت ارچي ولسوالۍ ونیوله او تر هغې وړاندې یې پر خاناباد ولسوالۍ کنټرول ترلاسه کړی و چې بېرته د دولتي ځواکونو لهخوا په شا شول.
په تېرو څو ورځو کې د افغانستان په شمالي ولایتونو بدخشان، تخار، کندز او بغلان کې د طالبانو او دولتي ځواکونو جګړو زور اخیستی.
همداراز دولتي ځواکونو د بدخشان دوه ولسوالۍ وردوج او یمګان چې د پنځو او څلورو کلونو راهیسې د طالبانو په کنټرول کې وې، د یو لړ هوایي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې پرون او وړمه ورځ بېرته ونیولې.