د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۴ چنګاښ ۱۳۹۹ کابل ۱۱:۲۵

افغانستان

د کندز چارواکي: قلعه‌زال کې ۴ سرتېري وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي

د کندز ولایت امنیتي چارواکي وايي چې په قلعه‌زال ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو له‌خوا د افغان سرحدي ځواکونو پر پوسته په حمله کې ۴ سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د کندز د پامیر د ۲۰مې فرقې ویاند ډګرمن غلام حضرت کریمي ازادي راډیو ته وویل چې دغه برید تېره شه دوه نیمې بجې د یادې ولسوالۍ په سرخ بیتل سیمه کې شوی دی.

نوموړی په دغه برید کې وسله‌والو طالبانو ته هم د اوښتو تلفاتو خبره کوي.

خو د کندز د ولایتي شورا یو غړي او د قلعه‌زال اوسېدونکي سید حفیط‌الله سادات ازادي راډیو سره په خبرو کې افغان سرحدي ځواکونو ته اوښتې مرګ ژوبله ډېره ښودلې.

وسله‌والو طالبانو هم په یو پیغام کې ادعا کړې چې په دغه حمله کې ۱۵ افغان سرحدي ځواکونه وژل شوي او ۱۳ نور تپیان دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

زلمي خلیل‌زاد په ایبک ښار کې د طالبانو موټر بم حمله وغندله

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په ایبک ښار کې د طالبانو وروستۍ موټر بم حمله غندلې او ویلي یې دي، دا حمله هغه کسان پیاوړي کوي چې د سولې مخالفت کوي او د سولې د دښمنانو په خوښه لوبېږي.

خلیل‌زاد نن سهار پر ټویټر په یوه بیان کې یو ځل بیا په افغانستان کې د تشدد د پای ته رسولو غوښتنه کړې.

د سمنګان په مرکز کې پرونۍ حمله وروسته له هغه وشوه چې د بندیانو د خوشې کولو په پروسه کې ستونزې راولاړې شوې او طالبانو خبرداری ورکړ چې دوی ته له جګړې پرته بل انتخاب نه‌دی پاتې.

ښاغلی خلیل‌زاد ټینګار کوي چې امریکا به له طالبانو سره د سولې د موافقې له مخې خپل اقدامات په مشروط ډول ترسره کړي او د بندیانو د تبادلې د بهیر د بشپړولو، د تشدد د کمولو او د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره به هڅو ته دوام ورکړي.

'واشنګټن کې د افغانستان سفارت موضوع به لویې څارنوالۍ ته واستول شي'

په واشنګټن کې د افغانستان سفارت

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په واشنګټن کې د افغانستان سفارت کې د یوه دېوال د جوړېدو په پروژه کې د فساد په اړه راپورونو ته غبرګون وښود.

د دغه وزارت په یوې اعلامیه کې چې تېر ماښام خپره شوه راغلي چې دوی که څه هم دا ادعا ردوي، خو وایي دا موضوع به د پلټنې عالي ادارې او لویې څارنوالۍ ته واستول شي.

په همدې حال کې د افغانستان د روڼتیا سازمان اجرائیوي مشر اکرام افضلي ازادي راډیو ته وویل چې ځيني پوښتنې شته چې ښیي په یاد سفارت کې د دېوال جوړېدو په پروژه کې فساد شوی دی.

ده زیاته کړه: "د دې قضیې د څېړلو لپاره ډېره تمه نه‌لرو، خو بیا هم حکومت باید یو داسې پلاوی وټاکي چې په رڼه توګه دا موضوع وڅېړي او هغه کسان چې په دې موضوع کې تورن شي، باید تر جدي تعقیب لاندې ونیول شي."

د پژواک خبري اژانس په لومړي ځل د جولای پر ۱۱مه راپور خپور کړ چې په واشنګټن کې د افغانستان سفارت د ۷۰ متره دېوال د جوړېدو لپاره د یوه شرکت د ۸۸ زره ډالرو غوښتنه رد کړه او دا چاره‌یې د یوه بل شرکت په وسیله د یو میلیون او ۸۲۵ زره او ۸۳۹ امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه کړه.

افغانستان، ترکمنستان او اذربایجان د همکاریو پراخېدو پر طرحو سلا شول

د افغانستان ترکمنستان او اذربایجان بیرغونه

د افغانستان، ترکمنستان او اذربایجان د بهرنیو چارو وزیرانو د دوشنبې په ورځ د درې اړخیزو همکاریو د پراخېدو پر طرحو موافقه وکړه.

د ټرانسپورت، سوداګرۍ، انرژۍ او پانګونې په برخو کې د همکاریو طرحې د جولای پر دوهمه نېټه د درېیو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې مطرح شوې وه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد د دوشنبه ورځې د درې اړخیزې غونډې په اړه تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل: "درېیو وزیرانو د دغو طرحو د تطبیقي مېکانیزمونو د رامنځته کولو او د عملي کولو په اړه مفصلې خبرې وکړې او پرېکړه‌یې وکړه چې د ټرانسپورت مېکانیزم د تطبیق په هدف د زمري میاشتې پر شپږمه نېټه د درېیو هېوادونو د سکټوري مسؤلینو ترمنځ غونډه وشي."

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست محمد حنیف اتمر، د اذربایجان او ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیرانو المار محمد یاروف او رشید مرادوف سره پرون په وېډیویې غونډه کې دغه‌راز د درېیو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانسپورت د پراختیا لپاره د لاجورد لارې له تړون څخه د ښې ګټې اخیستنې په اړه هم موافقه وکړه.

درېیو هېوادونو د دې ډول غونډو پر دوام ټینګار وکړ.

فاریاب کې نامعلومو وسله‌والو جومات کې پر لمونځ کوونکو ډزې کړي

فاریاب

د فاریاب ولایت په مرکز میمنې ښار کې نامعلومو وسله‌والو په یوه جومات کې پر لمونځ کوونکو ډزې کړي، خلکو ته‌یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د فاریاب د والي ویاند احمد جاوېد بیدار تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه د میمنې ښار په څنډو کې په یوه جومات کې داسې مهال شوې چې د سیمې خلک د ماښام لمانځه لپاره راټول شوي ول.

نوموړي زیاته کړه: "دا پېښه د بي بي ایینې په نوم یوه جومات کې شوې ده. مرګ‌ژوبله هم لري. د پلټنې ډلې سیمې ته استول شوې دي. د تحقیقاتو جزئیات به وروسته شریک شي."

تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

غزني کې دوه قومي مشران ووژل شول

غزني ښار

په غزني کې وسله‌والو دوه تنه قومي مشران وژلي دي.

دا پېښه نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې د غزني د مرکز اړوند په ده خدایداد کلي کې شوې ده.

د غزني د والي ویاند واحدالله جعمه‌زاده د دې پېښې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "پخوانی جهادي قوماندان او قومي مشر ایوب خان نیازی او یو بل قومي مشر په خپل کلي کې یوځای وژل شوي دي."

د جمعه‌زاده په وینا وسله‌وال د پېښې له ځایه تېښتېدلي او په دې اړه پلټنه پیل شوې ده.

په غزني کې ډېری وخت په وسله‌والو بریدونو کې قومي مشران، دیني عالمان، مدني فعالان، ځوانان او ولسي خلک وژل کېږي چې د اکثرو دا ډول پېښو مسؤلیت څوک یا کومه وسله‌واله ډله نه‌اخلي.

پاکستان د افغان محصولاتو د صادراتو لپاره واګه بندر خلاصوي

واګه

پاکستان اجازه ورکوي چې د افغانستان محصولات د واګه بندر له لارې هند ته صادر شي.

دا خبره د افغانستان لپاره د هغه هېواد د صدراعظم ځانګړي استازي محمد صادق نن په خپله تویټرپاڼه کې کړې او ویلي یې دي چې دغه پرېکړه د دې لپاره شوې چې د افغانستان د سوداګرۍ د ټرانزیت په برخه کې اسانتیا رامنځته شي.

هغه ویلي چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ ته په پام د مقرراتو له عملي کېدو وروسته دغه بندر به بل سبا د جولای له ۱۵مې د افغان صادراتو پر مخ پرانیستی وي.

د ښاغلي صادق په وینا هېواد یې له افغانستان سره دوه اړخیزه سوداګري او د ټرانزیت ټول سرحدي بندرونه بېرته پرانیستي دي.

شاوخوا درې اوونۍ مخکې هندوستان ټایمز ورځپاڼې د هندي چارواکو له قوله خبر ورکړی و چې ویلي و، د واګه بندر له لارې به له افغانستان سره د هند سوداګري ډېر ژر بېرته پیل شي.

'کندز کې د طالبانو بریدونو کې دولتي ځواکونه او ملکي وګړي وژل شوي'

ارشیف، کندز کې د طالبانو ضد عملیات

د کندز چارواکي په دې ولایت کې د وسله‌والو طالبانو په نویو بریدونو کې د یو شمېر دولتي ځواکونو او ملکي وګړو د وژل کېدو خبره کوي.

د کندز ولایت د ولایتي شورا رئیس محمد یوسف ایوبي نن ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه ۹ بجې وسله‌والو طالبانو د امام صاحب ولسوالۍ ښار روضې ته نږدې د دولتي ځواکونو پر پوستو برdدونه وکړل چې په نتیجه کې یې دوi تنه ملکي وګړي او ۱۵ تنه دولتي ځواکونه وژل شوي دي.

د هغه په وینا په وژل شویو کې د ملي اردو، د ملي پولیسو، د سیمه‌ییزو پولیسو او د ولسي پاڅون کوونکو سرتېري شامل دي.

د کندز د والي ویاند عصمت‌الله مرادي هم دا پېښه تأییدوي، خو دولتي ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله کمه بولي.

نوموړی وایي چې په چهاردره ولسوالۍ کې د ملي اردو درې سرتېري او د محلي پولیسو درې سرتېري وژل شوي او په امام صاحب ولسوالۍ کې هم د ملي اردو ۴ سرتېري او ۴ تنه ملي پولیس وژل شوي دي.

د ښاغلي مرادي په وینا، په دغو نښتو کې ۳ تنه طالبان وژل شوي او ۴ تنه‌یې هم ټپیان شوي دي.

تر اوسه پورې په دې اړه وسله‌والو طالبانو څه نه‌دي ویلي.

'کندهار او زابل کې د طالبانو یو قوماندان او ۱۲ وسله‌والو وژل شوي'

ارشیف

امنیتي چارواکي د کندهار په ښورابک او د زابل په ارغنداب ولسوالیو کې د طالبانو د یوه قوماندان په ګډون د ۱۲ وسله‌والو د وژل کېدو او د ۹ نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي رادیو ته وویل چې تېره شپه ۱۰ بجې وسله‌والو طالبانو د کندهار د ښورابک ولسوالۍ پر امنیتي پوستو حمله وکړه چې د پولیسو په ځوابي برید کې ۱۱ وسله‌وال وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

بل‌خوا د افغانستان دفاع وزارت د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې د کاظم په نوم د وسله‌والو طالبانو د یوه قوماندان د وژل کېدو او څلورو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

پنجشېر کې سېلاب د دغه ولایت لویه لاره د ټرافیکو پر مخ تړلې

په پنجشیر کې سیلاب

په پنجشېر ولایت کې د سېلاب له امله د دې ولایت لویه لاره د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د ازادي راډیو د سیمه‌ییزخبریال د راپور له مخې په سیمه کې تېره نیمه شپه سخت باران پیل شوی و چې تر نن غرمې پورې اورېده او له امله‌یې د دې ولایت ډېرو کلیو کې خلکو ته زیانونه اوښتي دي.

د پنجشېر مرستیال والي محمد امین صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې تر اوسه ورته د ځاني زیانونو راپور نه‌دی ورکړل شوی، خو مالي زیانونه خلکو ته رسېدلي او هم د لویې لارې په بندېدو سره د دې ولایت اوسېدونکي له ستونزو سره مخامخ شوي دي.

د هغه په وینا په لومړي ګام کې هڅه کوي چې لویه لاره بېرته د ټرافیکو پر مخ پرانیزي.

بدخشان کې ۷ پولیس طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي

ارشیف، بدخشان

د بدخشان په ارغنجخوا ولسوالۍ کې ۷ افغان پولیس د طالبانو په جګړه کې وژل شوي دي.

د والي ویاند نېک محمد نظري ازادي راډیو ته وویل، دغه محلي او ملي پولیس بېګا هغه مهال ووژل شول چې طالبانو له څو خواوو د دوی پر پوستو بریدونه وکړل.

نظري وایي، ځوابي ډزو کې پنځه طالبان هم وژل شوي دي.

په غور کې هم د امنیتي ځواکونو پر پوستې د طالبانو برید یو سرتېری وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

دا خبره د غور امنیه قوماندان محمد امین احمدي نن سهار ازادي راډیو ته وکړه.

طالبانو د دواړو پېښو په اړه څه نه‌دي ویلي.

د خوړو سازمان له افغانستان سره د اروپایي ټولنې د مرستو هرکلی وکړ

ارشیف

'ډبلیو اف پي' یا د خوړو نړیوال سازمان د افغانستان له خلکو سره د اروپایي ټولني د نویو مرستو د اعلان هرکلی وکړ.

دغه سازمان د یکشنبي په ورځ په یوې اعلامیه کې وویل چې اروپایي ټولنه له 'ډبلیو اف پي' سره درې میلیونه او ۶۰۰ زره یورو مرسته کوي څو په افغانستان کې د طبیعي پېښو زیانمنو شویو او جګړه‌ځپلو سره مرسته وشي.

اعلامیه په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د مرستیال او سرپرست مشر رابرت کساکا له قوله لیکلي چې وایي، په دې مرستې سره به 'ډبلیو اف پي' په افغانستان کې ۴۷۰ زره د جګړو او طبیعي افاتو زیانمنو کسانو سره او ۱۵۰ زرو هغو ماشومانو او میندو ته چې په خوارځواکۍ اخته شوي دي، خوراکي او بشري مرستې ورسوي.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د بشري پروګرامونو مشر لویجي پندولفي ویلي چې د افغانستان ډېری هغه وګړي چې په لیرې پرتو سیمو کې ژوند کوي له روغتیایي امکاناتو څخه لیرې دي او بشري مرستو ته‌یې اړتیا ډېره ده.

اروپایي ټولنې په تېرو پنځو کلونو کې د یوه مخکښ بشري تمویلوونکي په توګه د افغانستان سره د مرستې په هدف شپږ میلیونه یورو مرسته کړې ده.

د بغلان دوشي لپاره د طالبان پوځي مسؤل ووژل شو

د بغلان ولایت نقشه

د بغلان دوشي لپاره د طالبان پوځي مسؤل ملا ذاکر ګجر ووژل شو.

د ۲۱۷ پامیر قول اردو په یوې اعلامیه کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوه راغلي چې ملا ذاکر ګجر له نورو پنځو وسله‌والو طالبانو سره یوځای پرون تر غرمې وروسته له افغان ځواکونو سره په نښتو کې ووژل شو.

اعلامیه زیاتوي نښتې هغه وخت وشوې چې طالبانو د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ په زور ابي سیمه کې پر افغان امنیتي ځواکونو برید وکړ چې د افغان ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول.

د ۲۱۷ پامیر قول اردو په اعلامیه کې په دې نښته کې د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

کندهار کې طالبانو ۱۰ تنه افغان ځواکونه خوشې کړي

کندهار

طالبان په کندهار ولایت کې له بنده د ۱۰ تنو افغان ځواکونو د خوشې کېدو خبره کوي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د یکشنبې په ماښام پر خپل ټویټر ولیکل چې ۱۰ تنه افغان ځواکونه‌یې په کندهار ولایت کې له بنده خوشې او خپلو کورونو ته‌یې واستول.

دا اقدام له حکومت سره د طالبانو د مخامخ خبرو د پیلېدو لپاره د دواړو لورو د بندیانو د تبادلې لړۍ له مخې کېږي چې د فبرورۍ پر ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړه‌لیک پر مهال موافقه ورباندې شوې وه.

که څه هم حکومت تر اوسه د پرونیو ۱۰ تنو د خوشې کېدو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو ارګ ټینګار کوي چې د زرګونه طالب بندیانو په خوشې کېدو سره حکومت د سولې خبرو د پیل لپاره جدي ګامونه اخیستي دي او اوس له طالبانو غواړي چې پر خپلو ژمنو ودرېږي.

د فبرورۍ د ۲۹مې په هوکړه‌لیک کې راغلي چې افغان حکومت به تر بین‌الافغاني مذاکراتو مخکې د طالبانو ۵،۰۰۰ او طالبان به د حکومت ۱،۰۰۰ بندیان خوشې کړي.

تر اوسه افغان حکومت ۴،۰۱۵ او د نویو خوشې شویو کسانو سره د طالبانو له‌خوا د خوشې شویو افغان ځواکونو شمېر ۹۷۷ ته رسېږي.

افغان کرکټ بورډ له ۱۷ کلنو د کم عمره ځوانانو کمپ پیلوي

ارشیف

په نږدې راتلونکي کې له ۱۷ کلنو د کم عمره ځوانانو کمپ پیلېږي.

افغانستان کرکټ بورډ به ډېر ژر د ۲۰۲۱م کال د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو د اسیا جام لپاره د چمتووالي په موخه د ۳۰ هغو لوبغاړو چې عمرونه‌یې ۱۶ یا ۱۷ کلونه وي، د څلور ورځني روزنیز کمپ سربېره، څلور یو ورځنۍ سیالۍ پیل کړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "ټاکل شوې ډېر ژر به د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري ځوانو لوبغاړو لپاره تمریناتي کمپ پیل شي. په پام کې ده دا کمپ د ننګرهار په غازي امان‌الله خان کرکټ لوبغالي کې پیل شي. دا کمپ به په مختلفو برخو کې وي او لوبغاړي به د راروانو نړیوالو لوبو لپاره په بېلابېلو برخو کې وروزل شي."

ښاغلی هوتک وایي یاد کمپ او سیالۍ به د روغتیا وزارت سپارښتنو ته په پام سره د داخلي روزونکو تر څارنې لاندې ترسره شي چې په‌کې به د افغان تنکيو لوبغاړو په توپوهنه، توپ اچونه، ډګر ساتنه او تکړه‌والي هر اړخيز کار وشي.

د یادونې وړ ده چې په یادو ۳۰ لوبغاړو کې ټول هغه لوبغاړي شامل دي چې تېر کال‌یې د ۱۶ کلنو لوبغاړو په لوبو او کمپ کې ګډون درلود او په یادو لوبو کې ډېر ښه ځلېدلي وو.

د جلال‌اباد اوسېدونکي: له یوې نسبي کرارۍ وروسته ناامنۍ زیاتې شوي

د ننګرهار ولایت جلال‌اباد ښار

د ننګرهار ولایت د مرکز جلال‌اباد ښار اوسېدونکي وايي، له یوې نسبي کرارۍ وروسته بیا په دغه ښار کې ناامنۍ زیاتې شوې دي.

له ننګرهار څخه د ازادي راډیو د خبریال له راپور سره سم، د روان سرطان په تېرو ۲۲ ورځو کې په جلال‌اباد ښار کې ۶ چاودنې شوي چې له کبله‌یې نږدې ۴۰ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

اکثره پېښې د مقناطیسي ماینونو او بمي چاودنو په نتیجه کې شوي.

د ننګرهار اوسېدونکي له امنیتي چارواکو غواړي چې د دولت د وسله‌والو مخالفانو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره تدابیر زیات کړي.

د جلال‌اباد ښار اوسېدونکي دا اندېښنې په داسې حال کې څرګندوي چې د دغه ښار او پلازمېنې کابل ترمنځ د پرتې سروبي ولسوالۍ اوسېدونکي هم وايي چې د پخوا په پرتله‌یې په ولسوالۍ کې ناامني زیاته شوې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG