د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۴ چنګاښ ۱۳۹۹ کابل ۱۰:۴۹

د تخار اوسېدونکي: حکومت د له لاسه وتلو سیمو د بیا نېولو جدي اراده نه لري


د تخار ولایت اوسېدونکي او مدنې فعالان د دې ولایت د ماورای کوکچه ولسوالیو وضعیت نازک بولي او دغه راز حکومت د وسله والو طالبانو د ځپلو او له لاسه د وتلو سیمو د بېرته نیولو په برخه کې په نه پاملرنې تورنوي.

د تخار ولایت اوسېدونکي او مدنې فعالان وايي چې د دغه ولایت په خواجه غار، خواجه بهاوالدین، درقد، ینګی قلعه او دشت قلعه ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو سیمې د پراخېدو په حال کې دي او دې مسئلې خلک سخت اندېښمن کړي دي.

د دې ولایت یو تن اوسېدونکی بصیر بیګ په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"تمه لرو چې حکومت د تخار وضعیت ته پاملرنه وکړي او له لاسه وتلې سیمې بېرته ونیسې او باید په سیمه کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په اړه پراخ پوځي عملیات پیل کړي."

دوی دغه راز زیاتوي چې دولت د دې ولایت په نا امنو ولسوالیو کې عملیات ترسره کوي، خو د تصفیه شويو سیمو تحکیماتو ته توجو نه کوي، نو کله چې امنیتي ځواکونه له سیمو را وځي، په تصفیه شویو سیمو کې بېرته وسله وال طالبان خپل فعالیت پيلوي.

د تخار یو تن اوسېدونکي بشیراحمد په دې اړه وویل:

"د تخار روان امنیتي وضعیت خلک اندېښمن کړي، دولت باید د دې ولایت امنیتي وضعیت ته رسېدنه وکړي، ځکه تخار یو امن ولایت و، خو د هرې ورځې په تېرېدو سره د ناامنۍ په لور روان دی."

دوی خبرداری ورکوي چې که ډېر ژر د ملي یووالي حکومت مشران د دې ولایت وضعیت ته رسېدنه ونه کړي، نو ښايي د نا امنیو لمن د تخار ښار تر دروازو ورسېږي.

مدنې فعال نوریحیی نظري په دې اړه وویل:

"د ماورای کوکچه ولسوالۍ د سقوط په حال کې ده او دغه راز د تالقانو ښار هم له امنیتي ګواښونو سره مخ دی، دولت باید د دې ولایت د امنیت د تامینولو په خاطر کوټلي ګامونه پورته کړي."

بل خوا د تخار سیمه ییز چارواکي خلکو ته ډاډ ورکوي چې حکومت د امنیت تامینولو، له لاسه د وتلو سیمو د بېرته نېولو او د وسله والو طالبانو د ځپلو په اړه جدې اراده لري او ډېر ژر به د دې ولایت ناامنه ولسوالۍ د دولت ضد عناصر له وجوده تصفیه شي.

د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري په دې اړه وویل:

د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري
د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري

"په تېرې یوې میاشت کې د وسله والو طالبانو او د افغان ځواکونو ترمنځ د نښتو په پایلو کې ۳۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او د دې ډلې لوی تعرضونه هم د امنیتي ځواکونو له خوا پرشا وتمبول شول او اوس مهال په سیمه کې امنیتي وضعیت ښه دی."

ماورای کوکچه د تخار ولایت له ولسوالیو یوه ولسوالي ده چې د نوموړي ولایت شمال لوري ته موقعیت لري او د دې ولایت له ناامنو ولسوالیو څخه بلل کېږي.

راپور: اجمل آرین

XS
SM
MD
LG