د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۱ چنګاښ ۱۳۹۹ کابل ۰۹:۳۵

سادات: د کندز د قلعه زال ډېره برخه د طالبانو تر واک لاندې ده


د کندز د ولایتي شورا او د دغه ولایت د قلعه زال ولسوالۍ ګڼ شمېر خلک شکایت کوي چې له درې کالو راهیسې د نوموړې ولسوالۍ ډېره برخه د وسله والو طالبانو تر واک لاندې ده، خو حکومت لا تراوسه پورې د قلعه زال ولسوالۍ د بشپړې پاکېدو په اړه کوم جدې اقدام نه دی کړی.

د کندز د ولایتي شورا غړي سید الله سادات ازادي راډيو ته وویل چې له درې کالو راهیسې د قلعه زال ولسوالۍ ډېره برخه د وسله والو طالبانو تر واک لاندې ده او حتی د خلکو حقوقي او عدلي فیصلې هم د دغې ډلې له خوا حل او فصل کېږي.

نوموږړي وویل:

"اوس مهال د قلعه زال ولسوالۍ یوازې د اقتپې، کُلخ تپې، بغرې کُل، باغيچې او خشت تپې سیمې د دولت تر واک لاندې دي او پاتې ټولې سیمې د طالبانو تر ادارې لاندې دي، خو دولت ددغې ولسوالۍ د بشپړې پاکېدو په برخه کې پاتې راغلی دی، ځکه له درې کالو راهیسې له موږ سره د قلعه زال ولسوالۍ د تصفیه کولو په برخه کې ژمنې کېږي، خو په عمل کې څرک یې هم نه لېدل کېږي."

دغه راز د کندز د ولایتي شورا رئیس محمد یوسف ایوبي هم وايي چې دوی تل د خلکو اندېښنې او غوښتنې ددې ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره شریکې کړي دي، خو لاتراوسه پورې د قلعه زال ولسوالۍ وضعیت ته توجه نه ده شوې.

دی زیاتوي:

"موږ په وار وار د کندز د قلعه زال ولسوالۍ امنیتي ستونزې ددې ولایت له سیمه ییزو او امنیتي چارواکو سره شریکې کړي، خو لا تراوسه پورې د دغې ولسوالۍ امنیتي وضعیت ته په جدي توګه رسېدنه نه ده شوې."

له دې سره سم هغه شمېر کورنۍ چې د جګړو او نا امنیو له کبله له قلعه زال ولسوالۍ څخه د کندز ښار ته را کډه شوي، دوی هم پر حکومت غږ کوي چې دغه ولسوالۍ دې په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو له شتون څخه تصفیه کړي، ترڅو خلک بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي.

د کندز د قلعه زال ولسوالۍ دوو تنو اوسېدونکو حیات الله او محمد عارف په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"موږ له قلعه زال ولسوالۍ څخه بې ځایه شوي وو او دلته ښار ته راغلي یوو او زموږ ګوزاره په ښار کې نه کېږي، ځکه په ښار کې ژوند کول سخت دی، موږ له دولت څخه غواړو چې زموږ ولسوالۍ دې تصفیه کړي چې بېرته خپلو مېنو ته ولاړ شو."

"دا څوکاله کېږې چې موږ له خپلو سیمو څخه بې ځایه شوي او دلته له ډېرو ستونزو سره مخ یوو، ځکه زموږ ځمکې د جنګ په کرښه کې موقعیت لري او موږ اوس خپلې دهقانۍ ته رسېدنه نشو کولای، نو له دولته غواړو چې زموږ سیمې دې پاکې کړي، چې بېرته د خپل زراعت ته رسېدنه وکړو، ځکه زموږ د ژوند لګښت په زراعت او مالدارۍ پورې تړلی دی."

د کندز ښار
د کندز ښار

خو بیا د کندز سیمه ییز چارواکي وايي چې دغه ولسوالۍ د دوی په امنیتي پلان کې شامله ده او ډېر ژر به د قلعه زال ولسوالۍ په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو له شتون څخه تصفیه شي.

د قلعه زال ولسوالۍ د روان امنیتي وضعیت په اړه د ولایتي شورا غړي او ددې ولسوالۍ خلک په داسې حال کې خپلې اندېښنې څرګندوي چې په دې وروستیو کې ددغې ولسوالۍ مرکز د اقتپې سیمه د وسله والو طالبانو د مسلحانه تحرکاتو شاهده ده.

د یادونې وړ ده چې د قلعه زال ولسوالۍ د ۶۰ کیلومترو واټن په درلودو سره دکندز ښار لوېديځ لوري ته موقعیت لري او دغه راز د ۱۶۰ کیومتره په اوږوالي له تاجکستان هېواد سره هم پولې لري.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG