د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۸

په سیمه کې تر ټولو ګران‌بیه ټاکنې افغانستان کې کېږي


په پام کې ده د میزان یا تلې میاشتې په ۶مه نېټه په ولسمشریزو ټاکنو کې رأی ورکوونکي رأیه وکاروي.
په پام کې ده د میزان یا تلې میاشتې په ۶مه نېټه په ولسمشریزو ټاکنو کې رأی ورکوونکي رأیه وکاروي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وایي، په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې هر ګډونوال ته د رأی ورکونې فرصت برابرول ۱۵ ډالره لګښت لري چې د ګاونډیو هېوادونو په پرتله تر ټولو ګران‌بیه ټاکنې دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند میرزا محمد حقپرست د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وږې ۱۲» ازادي راډیو ته وویل، که د ټاکنو کمېسیون عادي بودجه او د ټاکنیزو موادو د لېږد لګښت په پام کې ونیول شي، نو د هرې رأیې لګښت تر دې هم لوړېږي.

ښاغلی حقپرست زیاتوي: "له عادي بودجې او د انتقالاتو او د نورو اړوندو ادارو له لګښت پرته په تخمیني ډول په هرې یوې رأیې ۱۵ ډالره لګښت راځي."

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند میرزا محمد حقپرست د ازادي راډیو په سټوډیو کې د یوې خپرونې پر مهال
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند میرزا محمد حقپرست د ازادي راډیو په سټوډیو کې د یوې خپرونې پر مهال

د تېرو ټاکنو پرخلاف دا ځل نړیوالو مرسته کوونکو د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو لپاره لږ مالي تعهد درلود او د دغه هېواد حکومت اړ شو چې په بې‌ساري ډول د ۱۴۹ میلیونه ډالرو شااوخوا ۶۰ سلنه لګښت پر غاړه واخلي.

دا دروند مالي لګښت د داسې یوه هېواد لپاره چې نیمايي بودجه‌یې له نړیوالو مرستو تامینېږي او د مالیې وزارت په وینا سږ کال هم ۱۵۰ میلیونه ډالره د بودجې کسر لري، خورا لویه اقتصادي ضربه ده.

د ټاکنو کمېسیون چارواکو په وینا، بهرنیان له کمېسیون سره اعلان کړې مرستې هم تر ډېره‌یې په خپله لګوي.

عام خلک وايي چې د افغانستان په څېر یو بې‎وزله هېواد لپاره دومره لوړ لګښت ملا ماتوونکی دی.

دوی وايي: "شفیع‎الله رحیمي یم، ۱۵ ډالره ډېرې پیسې دي، زموږ د هېواد په اقتصاد ناوړه اغېز کوي، کوم توکي چې په انتخاباتو کې مېز، څوکۍ او نور باید وساتل شي، انتخاباتو ته بیا بیا وانه‎خیستل شي."

"نوم مې احسان‎الله دی، له دولت غوښتنه کوو، داسې حل لارې ولټول شي چې دغه لګښت راکم شي او شفافیت زیات شي."

په افغانستان کې د ټاکنو څارونکي بنسټونه وایي، پر ټاکنو لوړ لګښت په دغه هېواد کې یو دود ګرځېدلی دی.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید ازادي راډیو ته وویل، ان په تېرو ټاکنو کې پر یوې رأیې څه باندې ۴۴ ډالره هم لګښت راغلی دی، خو د راروانو ولسمشریزو ټاکنو لپاره دا لګښت ۱۸ ډالره اټکل شوی چې "د افغانستان په څېر هېواد ته ملا ماتوونکی دی."

د خپرو شویو معلوماتو له مخې په ګاونډي هېواد پاکستان کې د هر رایه ورکوونکي لپاره پنځه ډالره، ایران کې یو اعشاریه اته ډالره، په تاجیکستان کې ۳۳ سېنټه او په هندوستان کې ۱،۷۷ سېنټه لګول کېږي.

د ټاکنو کمېسیون چارواکي وایي، د ګاونډیو هېوادونو په پرتله ځکه په افغانستان کې پر ټاکنو ډېر لګښت راځي چې افغانستان د بایومتریک ټکنالوژۍ په ګډون ټول حساس او غیر حساس انتخاباتي مواد له بهره او په ځانګړې توګه له اروپايي هېوادونو راوړل کېږي.

یو شمېر رأی ورکوونکې مېرمنې د پارلماني ټاکنو پر مهال د رأی ورکولو پر مهال
یو شمېر رأی ورکوونکې مېرمنې د پارلماني ټاکنو پر مهال د رأی ورکولو پر مهال

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د راتلونکو ټاکنو لپاره رأی پاڼې په ډنمارک کې چاپ کړې.

په پام کې ده د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د میزان یا تلې میاشتې په شپږمه ترسره شي چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په وینا شااوخوا ۱۰ میلیونه کسانو په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم‌لیکنه کړې.

په تېرو ۱۸ کلونو کې افغانستان کې اته ځلې ټاکنې ترسره شوي، درې ولسمشریزې، درې پارلماني او دوه د ولایتي شورا چې تر یو میلیارد ډالرو ډېر لګښت پرې راغلی او تر ډېره له بهرنیو مرستو تمویل شوې دي.

XS
SM
MD
LG