د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۴

د انتخاباتو کمېسیون د راتلونکو ټاکنو پرمهال د رأیې ورکوونکو مېرمنو عکسونه اخلي


ارشیف، د انتخاباتو د یوه مرکز انځور
ارشیف، د انتخاباتو د یوه مرکز انځور

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، دوی پرېکړه کړې چې د بایومټریک دستګاوو په وسیله به په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ټولو رأیې ورکوونکو مېرمنو عکسونه واخلي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې به د هغو مېرمنو رأیې بې اعتباره وي چې له رأیې اچونې وروسته يې د بایومټریک دستګاوو په وسیله یې عکس نه وي اخیستل شوی.

د دغه کمېسیون یوه ویاند عبدالعزیز ابراهیمي ازادي راډيو ته وویل چې کمېسیون دغه پرېکړه د شفافیت ټینګولو او د خیالي رأیو د استعمال د مخنیوي په هدف کړې ده.

ښاغلي ابراهیمي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د لرو پرتو سیمو مېرمنې به د خپل عکس اخیستو ته حاضرې شي که نه، وویل: زه فکر نه کوم چې دغه پرېکړه به په فرهنګ منفي تاثیر ولري، موږ او تاسې پوهېږو چې د ټولو افغان مېرمنو د حج د ادا کولو یا هم د تذکرې یا د پاسپورټ د اخیستو پر مهال عکسونه اخیستل کېږي او دوی بایومټریک کېږي، نو دا خو یوه ملي پروسه ده او بیا دا چې په ټولو مرکزونو کې به دغه چاره د انتخاباتو د کمېسیون د ښځینه کارمندانو په وسیله ترسره کېږي.

عبدالعزیز ابراهیمي
عبدالعزیز ابراهیمي

نوموړي وویل، د ولسمشرۍ او ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې د مېرمنو په نوم ډېرې زیاتې خیالي رأيې استعمال شوې وې او دوی هڅه کوي چې د دغه ډول تقلب مخه ونیسي.

په همدې حال کې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ ټیفا مسؤلین وايي، د دغې پرېکړې عملي کول به ستونزمن وي.

د دغه بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان په شان په سنتي او دودیزه ټولنه کې د دغه ډول پرېکړو عملي کول په انتخاباتو کې د ښځو په ګډون منفي تاثیرات اچولی شي.

دی وایي: دغه پرېکړه د شفافیت په برخه کې تر یوه حده پورې مرسته کوي او د ښځو له ادرسه د خیالي رأیو د استعمال مخه نیسي، خو د مېرمنو په ګډون چې که پوره عامه پوهاوی ورنه کړل شي، نو ناوړه اغېز به پرې ولري.

ښاغلی رشید وايي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید په دې اړه وړاندې له وړاندې خلکو ته پوره عامه پوهاوی ورکړي.

ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ انتخابات د روان لمریز کال د میزان په شپږمه نېټه ترسره شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مسؤلین وايي چې د دغو انتخاباتو لپاره نږدې یولس میلیونه رأيې پاڼې چاپ شوي چې د ټولو اتلسو نوماندانو نومونه او عکسونه په کې راغلي دي.

د دغه کمېسیون یوه ویاند عبدالعزیز ابراهیمي وویل چې دوی اوس مهال د دغو رأیو پاڼو په بسته بندۍ اخته دي او په راتلونکې اوونۍ کې به يې ولایتونو ته استول هم پیل شي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د مسؤلینو په وینا، د میزان د شپږمې په ولسمشریزو ټاکنو کې د کوچیانو او سیکانو په شمول نهه میلیونه شپږ لکه ۶۵ زره او ۷۴۵ تنه په شرایطو برابر کسان ګډون کولای شي.

XS
SM
MD
LG