د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون: تر اوسه د شکایتونو په ثبت کې د خلکو رول صفر دی


د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون نښان
د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون نښان

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي چې د انتخاباتي کمپاینونو له پیله تر اوسه د شکایتونو په ثبت کې د خلکو رول صفر دی.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي چې د انتخاباتي منډو ترړو له پیله نږدې یوه میاشت اوړي، خو خلک دومره ساړه او زړه ماتي دي چې د انتخاباتي ټیمونو له لوري له قانونه د سرغړونې په اړه یې هېڅ شکایت نه دی ثبت کړی.

خو دغه کمېسیون وايي چې د انتخاباتي ټیمونو له لوري پر یو بل ۴۹ شکایتونه ثبت شوي دي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون ویاند قاسم الیاسي د یکشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: د انتخاباتي کمپاینونو له پیله تر اوسه د پنځو شپږو انتخاباتي ټیمونو له لوري په یو بل باندې ۴۹ شکایتونه درج شوي، په ازاد ډول د خلکو له لوري هېڅ شکایت نه دی درج شوی.

که څه هم ښاغلي الیاسي د کوم ځانګړي انتخاباتي ټیم نوم وانخیست، خو وايي چې پنځه شپږو مطرحو انتخاباتي ټیمونو دغه شکایتونه ثبت کړي دي.

نوموړی زیاتوي چې دغو انتخاباتي ټیمونو ته یې خبرداری لېږلی او د تخلف د تکرار په صورت کې به نغدي جریمه او د انتخاباتي سیالیو له محرومیت سره به مخ شي.

له دې وړاندې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکي او د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې انتخاباتي ټیمونو ته په انتخاباتي کمپاینونو کې له حکومتي امکاناتو د استفادې په اړه خبردرای ورکړی و.

په ورته وخت کې یو شمېر انتخاباتي ناظر بنسټونه وايي چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون په دې اړه خلکو ته د عامه پوهاوي د ورکړې په اړه ناغېړي کړې، نو له همدې امله خلک د شکایتونو د ثبت په اړه معلومات نه لري.

د افغانستان د ازاد څار بنسټ فوا رئیس مبین ایماق په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: که چېرې وضعیت همداسې دوام پیدا کړي، موږ به د انتخاباتو په ورځ د کمو خلکو د ګډون شاهدان یوو، خلک دغه بهیر ته د ۲۰۱۴ کال د انتخاباتو په سترګه ګوري، ګومان کوي چې زموږ رأیې نه حسابېږي، نو څه ګټه لري چې په انتخاباتو کې برخه واخلو، اړتیا ده چې پوهاوی ورکړل شي، که نه نو دغه حالات راتلونکو انتخاباتو لپاره کړکېچ زېږوونکي دي.

د جمهوري ریاست انتخاباتو ته انتخاباتي کمپاینونه د روان کال د اسد د میاشتې په شپږمه پیل او د میزان تر څلورمې به دوام وکړي.

ټاکل شوې چې د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د روانې میزان میاشتې په شپږمه ترسره شي.

XS
SM
MD
LG