د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۰

په افغانستان کې د بشري حقونو مدافعین له لوړو امنیتي ګواښونو سره مخ دي


په افغانستان کې له لوړو امنیتي ګواښونو سره د مخ شویو فعالینو په اړه د بخښنې نړیوال سازمان د کلني راپور د سر انځور.
په افغانستان کې له لوړو امنیتي ګواښونو سره د مخ شویو فعالینو په اړه د بخښنې نړیوال سازمان د کلني راپور د سر انځور.

د بخښنې نړیوال سازمان وایي، په افغانستان کې د بشري حقونو مدافعین د مخالفو وسله‌والو او دولت له لوري له لوړو امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

د دغه سازمان د کلني راپور موندنې ښيي چې په افغانستان کې د بشري حقونو مدافعین د اسلامي دولت ډلې یا داعش، طالبانو، زورواکو او حکومت له لوري ګواښل شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان راپور زیاتوي چې د افغان دولت او نړیوالې ټولنې له لوري د بشري حقونو له مدافعینو هېڅ ډول ملاتړ نه‌کېږي او په یو شمېر مواردو کې حتی دوی ته ویل شوي چې د ځان د دفاع په هدف وسلې وپېري.

د دغه سازمان د سیمه‌ییزې عدالت غوښتنې د کمپاین مشر عمر وریچ د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وږې ۰۶» د دغه راپور د شریکولو پر مهال وویل چې د بشري حقونو افغان مدافعین له هر ډول بد وضعیت سره مخ دي.

ښاغلی وریچ زیاتوي: "دا مهال په افغانستان کې د بشري حقونو د مدافعینو لپاره ګواښوونکی حالت دی، یو خو امنیتي وضعیت بد دی له بل لوري د دوی پر وړاندې ستونزې او ګواښونه موجود دي، د بشري حقونو مدافعین نه‌یوازې د وسله‌والو ډلو له لوري ګواښل کېږي، بلکې د دولت له لوري هم له تهدید سره مخ شوي."

دغه سازمان افغان دولت او نړیواله ټولنه د بشري حقونو له مدافعینو په نه‌ملاتړ او د دوی د خوندیتوب لپاره د پلان او تګلارې په نه‌لرلو تورنوي.

د یاد سازمان په خبره، د دې راپور د چمتو کېدو لپاره په کابل کې د بشري حقونو له ۱۳ هغو مدافعینو سره مرکې شوي چې ولایتونو کې هم په دې برخه کې فعالیت لري.

که څه هم په دغه راپور کې د وژل شویو کسانو د کره شمېر په اړه څه نه‌دي ویل شوي، خو د هغو مدافعینو یادونه شوې چې سږکال په بېلابېلو ولایتونو کې وژل شوي دي.

تر دې وړاندې هم، د یوناما او افغان دولت د ځينو چارواکو له لوري په افغانستان کې د بشري حقونو فعالینو سره پر تاوتریخوالي او بریدونو اندېښنې ښودل شوې دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي (د ارشیف انځور)
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي (د ارشیف انځور)

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډيو ته وویل چې وخت په وخت‌یې د بشري حقونو ټولنو او د نورو برخو فعالینو ته د امنیت د ټینګښت زمینه برابره کړې او لا هم ځانګړي پلانونه لري.

ښاغلی رحیمي زیاتوي: "موږ د مدني او بشري حقونو د فعالینو د امنیت د ټینګښت لپاره زمینه برابره کړې، هم کشف او هم استخباراتو او ان کله چې اړتیا پېښه شوې، موږ دوی ته حضوري او فزیکي قوه ورکړې، خو که دوی تر موږ کومه ځانګړې او بېله طرحه ولري له کورنیو چارو وزارت سره دې شریکه کړي ترڅو موږ د ټولو قوانیو په رڼا کې اقدامات وکړو."

د بشري حقونو فعالین بیا له دولت او اړوند بنسټونو غوښتنه کوي چې له دوی سره په همغږۍ دې د خوندیتوب او ملاتړ لپاره منظمې او مشخصې تګلارې برابرې کړي.

XS
SM
MD
LG