د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ: د پاکستان پوځ دې د تورونو په اړه شواهد وړاندې کړي


آرشیف، د پښتون ژغورنې د غورځنګ یوه مخکښه غړې ثنا اعجاز January 16, 2019
آرشیف، د پښتون ژغورنې د غورځنګ یوه مخکښه غړې ثنا اعجاز January 16, 2019

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وايي چې د پاکستان پوځ باید د هغو تورونو په اړه شواهد وړاندې کړي چې وايي، دغه غورځنګ د افغانستان او هندوستان له استخباراتي ادارو څخه مالي مرستې ترلاسه کړې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران د پوځ د ویاند تورونه په پاکستان کې د مېشتو پښتنو پر وړاندې د پروپاګند برخه بولي او د پاکستان له پوځه غواړي چې د هغو تورونو په اړه دې ثبوت او شواهد وړاندې کړي چې ګواکې دغه غورځنګ د افغانستان او هندوستان له استخباراتي ادارو مالي مرستې ترلاسه کړې دي.

د دې غورځنګ يوې لوړپوړې مشرې ثنا اعجاز له ازادي راډيو سره د دوشنبې په ماښام د خبرو پر مهال وويل چې د پاکستان پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ له پیل راهيسې دا ډول تورونه پورې کړي، خو هېڅکله‌یې شواهد نه‌دي وړاندې کړي او دا لومړی ځل نه‌دی.

دې زياته کړه:

"ده وويل چې د پوځ مشر ويلي، د دې غورځنګ له غړو سره باید سختي ونه‌شي، نو له همدې کبله موږ دوی ته څه نه‌وايوو، یو بل ځای وايي چې دوی چې څومره ازادي غوښته، هغه‌یې واخيسته، نو د عالمزېب نیول چې د جبري ورکو شویو په اړه‌یې معلومات ټولول، بیا دوی هغه کسان لکه حیات پریغال بيايي او شپږ ورځې يې ورک ساتلی و، همداسي د ارمان لوڼي غوندې پروفیسور کس‌یې په رڼا ورځ وواژه، ایا دوی ته دا سختي نه‌ښکاري؟"

عالمزېب محسود هغه کس دی چې په پاکستان کې يې په جبري توګه د ورکو شویو کسانو په اړه معلومات راټولول، حيات پریغال هغه پاکستانی وګړی دی چې پر ټولنيزو رسنیو يې د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ کاوه، دی شپږ ورځې ورک کړای شو او وروسته څرګنده شوه چې په زندان کې دی او ارمان لوڼی د بلوچستان پوهنتون هغه پروفیسور و چې د روان کال د فبرورۍ په دوهمه نېټه د پښتون ژغورنې غورځنګ په خبره، د پولیسو له‌خوا په وهلو ټکولو ووژل شو.​د پاکستان د پوځ وياند جنرال اصف غفور

د دوشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ وياند جنرال اصف غفور په یوه خبري غونډه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخاطب کړ او پوښتنه‌يې وکړه:

"د ۲۰۱۸ میلادي کال د مارچ په ۲۲مه نېټه د افغانستان استخباراتي ادارې تاسو ته د اعتراض جاري ساتلو لپاره څومره پیسې درکړې، په کوم ځای کې يې درکړې او هغه چېرته دي؟ په اسلام‌اباد کې د دوی د لومړۍ اعتراضیه غونډې لپاره دوی ته د هندوستان استخباراتي ادارې څومره پیسې ورکړې، څه ډول دوی ته ورسېدې او دوی چېرته مصرف کړې؟"

د پښتون ژغورنې غورځنګ لوړپوړې مشرې ثنا اعجاز له ازادي راډيو سره په خبرو کې زیاته کړه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په پاکستان کې د جګړې پلوي نه‌کوي او نه هم د پاکستان د ماتېدو غوښتنه کوي، بلکې د پاکستان له اساسي قانون او بشري حقونو سره سم د پښتنو لپاره برابر حقونه غواړي.

د منظور احمد پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان پوځ، پولیس او استخباراتي ادارې د پښتنو په هدفي وژلو، یرغمل، تښتولو، ځورولو او تاوتریخوالي رامنځته کولو تورنوي.

د دغو تورونو په خاطر د پښتون ژغورنې غورځنګ ګڼ مشران او پلویان وخت ناوخته زندان ته وړل شوي او له بېلابېلو بندیزونو سره مخامخ شوي دي.

د پاکستان حکومت وايي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ‌ د پاکستان امنيتي ادارې بې‌ځایه په ناقانونه کړنو تورنوي.

ارشیف، په کراچۍ ښار کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ د مظاهرې یو انځور January 23, 2019
ارشیف، په کراچۍ ښار کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ د مظاهرې یو انځور January 23, 2019

حکومت ویلي چې د پښتنو سیمو د امنیت، له پښتون مېشتو سیمو د ماینونو د تصفيې او پراختیايي چارو په برخه کې یې ګامونه اخیستي او لا هڅې کوي.

موږ هڅه وکړه چې د پاکستان د پوځ د دغو تورونو په اړه د افغان حکومت نظر واخلو، خو تر اوسه په دې اړه نه افغان حکومت او نه هم د هندوستان حکومت رسنيو ته څه ويلي.

XS
SM
MD
LG