د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د سلمې کلیزې په مناسبت په کابل ښار کې بشپړ چمتووالی نیول شوی دی.
د کابل ښار اوسېدونکي له دې امله خوښي څرګندوي او وايي، د خپلواکۍ سږنی جشن په درېیو څلورو لسیزو کې بېساری دی.
له بلې خوا کابل ښاروالۍ هم په دغه ښار کې د چمتووالي خبر ورکوي.
بشپړ حال په لاندې راپور کې چې د ښار څرنګوالی بیانوي.