د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۲:۰۷

د افغانستان په ۶ ښارونو کې د خپلواکۍ جشن نه‌نمانځل کېږي


د کابل بېلابېلې سیمې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د سلمې کلیزې په مناسبت په بیرغونو او د امان‌الله خان انځورونو تزئین شوې دي.
د کابل بېلابېلې سیمې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د سلمې کلیزې په مناسبت په بیرغونو او د امان‌الله خان انځورونو تزئین شوې دي.

د امنیتي ستونزو له امله به د هېواد په ۶ ښارونو کې د خپلواکۍ جشن ونه‌نمانځل شي.

د افغانستان د استقلال د بېرته اخیستو د سلمې کلیزې د نمانځلو د کمېټې مسؤلینو د شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د زمري ۲۶» ازادي رادیو ته وویل، په پام کې وه دغه نمانځنه د هېواد په اوو ښارونو کې د نندارتونونو په جوړولو او د ورزشي لوبو په کولو ترسره شي، خو د ناامنیو له امله یوازې په کابل کې نمانځل کېږي.

کندهار، ننګرهار، هرات، بلخ، بامیان او هلمند هغه ولایتونه دي چې د امنیتي ګواښونو له امله په‌کې د افغانستان د استقلال د بېرته اخیستو سلمه کلیزه د جشنونو په جوړولو، نه‌نمانځل کيږي.

د دغې کمېټې د دارالانشاء مرستیال فریدون الهام وویل: "په پام کې وه دغه جشن په اوو زونونو کې ونمانځل شي، غوښتل مو دغه جشن د درېیو ورځو لپاره د کمپونو، نندارتونونو او د ماشومانو د سرکس په جوړولو ونمانځو، خو د امنیتي دلایلو له امله، نه‌نمانځل کېږي یوازې په کابل کې نمانځل کېږي."

د کابل دهمزنګ څلورلارې چې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د سلمې کلیزې په مناسبت تزئین شوې ده.
د کابل دهمزنګ څلورلارې چې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د سلمې کلیزې په مناسبت تزئین شوې ده.

ښاغلي الهام د هېواد د استقلال د بېرته اخیستو د سلمې کلیزې د جشن د لګښتونو په اړه وویل، تر اوسه ۱۳۰ میلیونه افغانۍ د پوهنې، حج او اوقافو، اطلاعاتو او فرهنګ او بهرنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت ریاست، سیمه‌ییزو ارګانونو ادارې او ملي راډیو ټلوېزیون ته د دغه جشن د نمانځلو په خاطر ورکړل شوي دي.

د ښاغلي الهام په خبره د دغه جشن د نمانځلو کمېټې هم په دې برخه کې څه باندې ۱۰۰ میلیونه افغانۍ لګولې دي.

افغان حکومت د دغه جشن لپاره ۳۸۴ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړي دي، خو د ښاغلي الهام په خبره ممکن دغه ټولې پیسې ونه‌لګېږي.

د دغه جشن د تنظیموونکې کمېټې د معلوماتو له مخې، په پام کې وه چې د هېواد د استقلال د نمانځلو په خاطر، د افغانستان بیرغ د فرانسي د ایفل او د دبۍ پر برج خلیفه ودرول شي، خو د ډېر لګښت له امله ځینې لاس په سر شو.

په ورته وخت کې دافغانستان د کورنیو چارو وزارت د دغه جشن لپاره د امنیت ډاډ ورکوي وايي، امنیتي ځواکونه په دې برخه کې د امکان تر حده، هڅه کوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي

د دغه وزارت یاند نصرت رحیمي وايي: "د پولیسو په ګډون ټول امنیتي، دفاعي، د کشف او استخباراتو ځواکونه ګمارل شوي چې په هغه بڼه چې لازمه ده په دې برخه کې جدي امنیتي تدابیر ونیسي. اوس په مرکز او ولایتونو کې چې خلک په واټونو کې وي او جشن کوي، امنیتي تدابیر ورته نیول شوي دي."

سره له دې چې دغه وزارت د استقلال د جشن لپاره د امنیتي تدابیرو خبره کوي، د سیاسي چارو پوه یونس فکور وايي تر هغې چې د امنیتي ارګانونو ترمنځ بشپړه هم‌اهنګي رامینځته نه‌شي، د استقلال جشن به په ډاډمنه توګه ونه‌نمانځل شي.

شاه امان‌الله په ۱۲۹۸ لمریز کال کې د خپل حکومت په لومړیو کې له بریتانیا نه د هېواد د خپلواکۍ اعلان وکړ.

دغه اقدام د هېواد هغه ۳۰ کلن محکومیت چې د ۱۸۷۹ میلادي کال د ګندمک له تړون سره سمون خوري، ختم کړ.

XS
SM
MD
LG