د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۵

په کابل کې د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ پراخ چمتووالی


کابل د خپلواکۍ د ورځې د نمانځې د چمتووالې په حال کې
کابل د خپلواکۍ د ورځې د نمانځې د چمتووالې په حال کې

په کابل کې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستنې د سلمې کلیزې لپاره په پراخ ډول چمتووالی نیول شوی دی.

د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستنې سلمې کلیزې لپاره یوازې لس ورځې پاتې دي.

د کابل ښار پښتونستان واټ، هغه ځای چې کلونه یې د جوړېدو کار په ټپه ولاړ و، خو اوس جوړ شوی او د خلکو پام یې ور اړولی دی.

په دې واټ د اوبو یوه فواره جوړه شوې، د ځوانانو د یادګاري عکسونو او د ماشومانو لپاره د لوبو په ښه ځای بدل شوی دی.

۱۳کلن مسیح الله چې له خپلو ملګرو سره د دې واټ لیدو ته ورغلی، وایي چې په ښار کې د خپلواکۍ د نمانځلو لپاره چمتووالی ورته په زړه پورې دی.

کابل د خپلواکۍ د ورځې د نمانځې د چمتووالې په حال کې
کابل د خپلواکۍ د ورځې د نمانځې د چمتووالې په حال کې

ده وویل: د شپې له مخې په ټولو ځایونو کې د ګروپونو رڼاګانو ښار ښکلی کړی، هر ځای چې ګورم ډېر خوشحالېږم، خو دا ځای بیا تر ټولو ښکلی دی.

د ښار په بله څنډه حضوري چمن سیمه کې بیا د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د نمانځلو بازارونه جوړ شوي چې په کې د ماشومانو لپاره ځانګړې بیرغي جامې او له بیرغه جوړ شوي بېلابېل وسایل پلورل کېږي.

رحم الدین د افغانستان له بېرغه د نجونو جوړې شوې جامې پلوري او وایي چې خلک په لېواتیا ترې دغه جوړې شوې جامې اخلي او د ده ورسره کاروبار جوړ دی.

دی زیاتوي: دا جامې د خپلواکۍ د جشن لپاره برابرې شوي، له یو کلنو تر پنځه کلونو نجونو لپاره دي، په ورځ کې رانه لس شل جوړې پېرل کېږي.

کابل د خپلواکۍ د ورځې د نمانځې د چمتووالې په حال کې
کابل د خپلواکۍ د ورځې د نمانځې د چمتووالې په حال کې

د یادونې ده چې د کابل ښار د یو شمېر پخوانیو تاریخي ماڼيو، څلو او برجونو د بیا رغوني چارې هم روانې دي چې د زمري تر ۲۸ مې نېټې پورې به بشپړې شي.

د کابل ښار پل محمود خان د سیمې د ساعت برج هم رغول کېږي، د دغه برج د بیا رغونې چارو مسؤل رحمت الله سخي زاده د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: لرغوني ابدات مو د فرهنګ ښکارونديي کوي، د دې برج بیا رغول مو هم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې لپاره پیل کړي، پنځوس سلنه یې کار بشپړ شوی او موږ هڅه کوو چې د جشن تر ورځې یې ټول کار بشپړ کړو.

د افغانستان خپلواکي په ۱۲۹۸ لمریز کال کې چې له ۱۹۱۹ میلادي کال سره سمون خوري، بېرته واخیستل شوه.

شاه امان‌الله خان د افغانستان استقلال له بریتانوي ځواکونو ترلاسه کړ چې دغه ورځ هر کال په ټول هېواد کې نمانځل کېږي.

غازي شاه امان الله خان
غازي شاه امان الله خان

د دغې ورځې د نمانځلو لپاره میلیونونه افغانۍ هم ځانګړې شوي دي.

له دې سره د کابل ښاروالۍ ویاندې نرګس مومند ازادي راډيو ته وویل چې د هېواد د خپلواکۍ د سملې کلیزې لپاره په بېلابېلو برخو کې چمتووالی لا هم روان دی.

دا وایي: د خپلواکۍ د جشن ورځ مخ په رانېږدې کېدو ده، له څو میاشتو راپدېخوا د کابل ښاروالۍ له خوا د دغې ورځې د نمانځلو په هدف چمتووالی روان کړی، موږ غواړو د ښار بڼې ته په بشپړ ډول بدلون ورکړو او خلکو ته پخوانۍ خاطرې د خپلواکۍ د ورځې په اړه ور په یادې کړو.

د ښار پر واټونو او دېوالونو د بیرغونو ځړول، نقاشۍ، د ونو رنګول، د څراغونو نصب، د ګلدانیو زیاتول او د ښار په بېلابېلو څلور لارو کې د افغانستان د جمهوري ریاست د نښان او د خپلواکۍ شعارونو لیک هغه څه دي چې ورسره د ښار بڼه بدله شوې ده.

XS
SM
MD
LG