د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۸

سرخط: د افغانانو ورک سرنوشت


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ نننیو نږدې ټولو ورځپاڼو د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي د خپلواکۍ جشن په داسې حال کې لمانځل کېږي چې افغان ولس د تاریخ دښمن د مغرضانه او تپل شوې جګړې له امله له ګڼو امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.

لیکوال په افغان ولس غږ کړی چې د ټولو افغانانو ستر ملي او اسلامي رسالت دی چې په ملي یووالي او خپلواکۍ سره خپل پایښت تضمین او ډاډمن کړي.

  • ملي ارمان

د ملي ارمان ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی له خپلواکۍ نه په تشو او وږو نسونو لمانځنه کېږي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، ویل کېږي چې د ازادي جشن لپاره حکومت ۳۴۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړي، په داسې حال کې چې د ولس له نیمايي زیاته برخه د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي که چېرې دغه پیسې په کابل کې په یوه معیاري روغتون مصرف شوی وی، پر ځای اقدام به وی.

  • ویسا

د ویسا ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي د غمیزو او حماسو په بدرګه د خپلواکۍ یوه پېړۍ مزل.

وړاندې په سرمقاله کې یادونه شوې دا چې له خپلواکۍ نه سل کاله اوړي، خو اوس چې دغه ورځ لمانځل کېږي پر افغان ولس د پردیو د پوځي ځواک شوم سیوری خپور دی.

د سرمقالې لیکوال وايي د دې یو دلیل دا دی چې افغان ولس د پردیو د یرغلونو په ماتولو کې بې‌ساری دی، خو د خپلواکۍ په ساتلو کې د ډاډمن امن په ټینګولو کې ناکام دی.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي د زمري ۲۸ د افغانستان په تاریخ کې د عطف ورځ ده.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي سل کاله وړاندې افغانانو د غازي امان‌الله په مشرۍ په انګرېزي ښکېلاک باندې له درې خواوو بریدونه وکړل او دې ته‌یې مجبور کړ چې افغانستان ته خپلواکي ورکړي.

په سرمقاله کې یادونه شوې له داسې ورځې لمانځل د ملي ویاړونو راژوندي کول دي او د شهیدانو روح ته دعا او د اتلانو کارنامې ستایل دي.

  • سرخط

د سرخط ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی د افغانانو ورک سرنوشت.

په سرمقاله کې راغلي دا چې په افغانستان کې د تل‌پاتې سولې لپاره له شااوخوا ۱۰ میاشتو راهیسې د امریکا او طالب استازو ترمنځ خبرې روانې دي.

د سرمقالې لیکوال سپارښتنه کوي، لازمه ده چې افغان حکومت سیاستوال، سیاسي ګوندونه او شخصیتونه، مدني ټولنې، ښځې او عام افغانان هم باید د خپل راتلونکي ورک سرنوشت په اړه سره یوځای، همغږي او په ګډه پر مخ ولاړ شي.

او د سرمقالې په پای کې راغلي دوی باید له یوه ادرسه او په واحدې اجنډا له طالبانو سره د سولې مېز ته کېني او دغه‌راز امریکا هم وپوهوي چې په افغانستان کې پيل کړی ناورین باید پر بل ناورین پای ته ونه‌رسوي او هره پرېکړه او اقدام چې کوي، باید د افغانانو غوښتنې او دریځ په پام کې ونیسي.

XS
SM
MD
LG