د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۱

د افغانستان د خپلواکۍ سلمه کلیزه

د ننګرهار چارواکي په دغه ولایت کې د خپلواکۍ نه‌لمانځل ردوي

د یو شمېر ځوانانو له لوري د خپلواکۍ جشن د لمانځلو لپاره چمتووالی
د یو شمېر ځوانانو له لوري د خپلواکۍ جشن د لمانځلو لپاره چمتووالی

په ننګرهار کې چارواکو دا راپورونه چې سږکال د خپلواکۍ جشن نه‌لمانځي، په شدت رد کړل.

یو شمېر رسنیو د دې ورځې د لمانځلو د کمېسون د یوه چارواکي، فریدون الهام په حواله ویلي و چې د ننګرهار په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د امنیت د خرابوالي له امله جشن نه‌جوړېږي.

خو د ننګرهار د والي ویاند، عطالله خوګیاڼي پرون د اګسټ په ۱۷مه، ازادي راډیو ته وویل: "متأسفانه، نه‌یوازې دا چې د دوی خبرې حقیقت نه‌لري، بلکې د داسې موضوعاتو شریکول زموږ د هغو هلو ځلو یو ډول توهین دی چې له نږدې سلو ورځو راهیسې موږ پیل کړې دي. په ننګرهار کې د خپلواکۍ د لمانځلو لپاره سل واړه او لوی پروګرامونه پلان شوي دي."

د ننګرهار د والي ویاند وویل چې د جلال‌اباد ښار په پښتونستان څلور لارې کې پرون ماښام زرهاوو وګړي راغونډ شوي وو او د خپلواکۍ د لمانځلو لپاره‌یې مېلې جوړې کړې وې، اتڼونه او اورلوبې یې کولې.

پخواني پاچا، امان‌الله خاند د ۱۹۱۹ میلادي کال د اګسټ په ۱۹مه د افغانستان خپلواکي اعلان کړې وه.

هغه په ننګرهار کې خاورو ته سپارل شوی دی.

په ننګرهار کې چارواکي وايي چې د خپلواکۍ د اعلان د سلمې کلیزې لپاره‌یې جدي امنیتي تدابیر نیولي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د افغانستان د خپلواکۍ په مناسبت په کابل کې کرکټ سیالۍ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بالر حمید حسن
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بالر حمید حسن

د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان د سلمې کلیزې په مناسبت به د دوشنبې په ورځ د کابل د کرکټ په لوبغالي کې د کرکټ مسابقه وي.

د افغانستان کرکټ بورډ پرون پر ټویټر ولیکل چې د افغان ځوانانو او افغان اتلانو لوبډلې به د اګسټ په ۱۹مه د خپلواکۍ د لمانځلو لپاره لوبه کوي.

په افغان اتلانو کې پېژندل شوي لوبغاړي سمېع‌الله شینواری، رحمان‌الله ګربز او شاهپور ځدراڼ دی او په مقابله لوبډله کې ډېر پېژندل شوي کسان نور علي ځدراڼ، محمد نبي، حمید حسن او نجیب ترکی دي.

د افغانستان کرکټ بورد پر ټویټر د افغان اتلانو نومونه د راشد خان تر عکس لاندې خپاره کړي، خو په هغو کسانو کې چې د دوشنبې په ورځ به په کابل کې لوبه کوي، د راشد خان نوم نه‌دی لیکل شوی.

XS
SM
MD
LG