د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۹

د پدرام انتخاباتي مبارزې: ریاستي نظام په فدرالي افغانستان-خراسان بدلوم


د ولسمشریزو ټاکنو نوماند عبداللطیف پدرام په کابل کې خپلې لومړنۍ انتخاباتي غونډې ته د وینا پر مهال
د ولسمشریزو ټاکنو نوماند عبداللطیف پدرام په کابل کې خپلې لومړنۍ انتخاباتي غونډې ته د وینا پر مهال

د عبداللطیف پدرام په مشرۍ د «ازادۍ، عدالت او امنیت» په نوم انتخاباتي ټیم خپلې انتخاباتي منډې ترړې، د افغانستان د سیاسي نظام د بدلولو په شعار پيل کړې.

د ولسمشریزو ټاکنو دغه نوماند په خپله لومړنۍ انتخاباتي غونډه کې د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د زمري ۲۴» اعلان وکړ چې د بریا په صورت کې به ریاستي نظام په فدرالي افغانستان-خراسان بدل کړي.

ښاغلی پدرام وايي: "موږ د افغانستان-خراسان فدرالي اسلامي جمهوریت غواړو، نو زموږ او د نورو نوماندانو ترمنځ يو توپیر موجود دی او هغه دا چې موږ فدرالیست یو، افغانستان باید په فدرالي زونونو ووېشل شي، صلاحیتونه او پرېکړې باید خلکو او فدرالي واحدونو ته ورکړل شي څو خلک خپل سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او نظامي مسایل مدیریت کړي، کوم فدرالیزم چې زموږ ټیم مطرح کوي، هغه قومي فدرالیزم نه‌دی."

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند عبداللطیف پدرام په کابل کې خپلې لومړنۍ انتخاباتي غونډې ته د وینا پر مهال
د ولسمشریزو ټاکنو نوماند عبداللطیف پدرام په کابل کې خپلې لومړنۍ انتخاباتي غونډې ته د وینا پر مهال

د افغانستان اوسنی نظام ریاستي دی چې په‌کې زیاتره واکونه په مرکز په ځانګړې توګه ولسمشرۍ ماڼۍ پورې تړلي دي.

خو په فدرالي نظام کې هېواد په فدرالي سیمو وېشل کېږي او هر فدرالي واحد د ځانګړي ځواک، صلاحیتونو او پرېکړو خاوند وي.

ښاغلي پدرام پر ریاستي نظام په نیوکې سره وویل چې په فدرالي نظام کې به د ټولو وګړو حقونه خوندي وي او د هېواد امنیت به په‌کې سیمه‌ییز کړي، یعنې د هر ولایت امنیت به د هماغه ولایت د ځواکونو له‌خوا ساتل کېږي.

هغه د خپل بهرني سیاست په برخه کې وویل چې که په انتخاباتو کې بریالی شو، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډيورند کرښه به په رسمیت وپېژني.

په ورته وخت کې يو شمېر حقوق‌پوهان وايي، په اوسنيو حالاتو کې فدرالي نظام عملي نه‌ښکاري.

د دغو کارپوهانو له ډلې ودیر صافی وايي، د نظام د بدلون لپاره په‌کار ده چې د لویې جرګې له لارې لومړی اساسي قانون تغییر شي.

ښاغلی صافی زیاتوي: "البته کاندیدان کولای شي، خپل راتلونکي پروګرامونه اعلان کړي او ووايي چې که ولسمشر شي هڅه کوي فدرالي نظام جوړ کړي، خو په اوسنیو شرایطو کې چې افغانستان د پرمختګ خوا ته لاړ نه‌شي، له هېواده بهرني ځواکونه ونه‌وځي، د ملي یووالي واحد حکومت جوړ نه‌شي، د فدرالي نظام راوستل په دې معنی دی چې هېواد په څو ټوټو وېشو."

په کابل کې د ولسمشریزو ټاکنو نوماند عبداللطیف پدرام د لومړنۍ انتخاباتي غونډې ګډون کوونکي
په کابل کې د ولسمشریزو ټاکنو نوماند عبداللطیف پدرام د لومړنۍ انتخاباتي غونډې ګډون کوونکي

ښاغلی صافی د ډیورند د کرښې په اړه د پدرام د څرګندونو په هکله وايي، پدرام باید د افغانستان تاریخ ته مراجعه وکړي.

د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د کاندیدانو کمپاینونه کابو ۲۰ ورځې مخکې پیل شول او د میزان تر څلورمې به دوام وکړي.

ولسمشریز انتخابات چې ټاکل شوې د میزان په شپږمه وشي، ۱۸ کسان ورته نوماند دي.

په دې لړ کې نوماند زلمي رسول، د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت‌ساز ټیم په ګټه له خپلې کاندیداتورۍ لاس واخیست.

د نوماندانو له جملې نه عبداللطیف پدرام یوازنی کس دی چې له ریاستي نظام نه پرته پر فدرالي نظام ټینګار کوي.

XS
SM
MD
LG