د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۲

کورنیو چارو وزارت: طالبانو اختر کې اوربند نه، ۱۳ امنیتي ګواښونه پلان کړي و


په ننګرهار کې یو شمېر طالب جنګیالي د تېر کال په اختر کې د اوربند پر مهال
په ننګرهار کې یو شمېر طالب جنګیالي د تېر کال په اختر کې د اوربند پر مهال

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د لوی اختر په تېرو دوو ورځو کې په هېواد کې د نسبي ارامۍ لامل د امنیتي ځواکونو له لوري د طالبانو د بریدونو شنډول دی.

دغه وزارت دغه‌راز هغه راپورونه ردوي چې ګنې طالبانو د اختر په ویاړ غیر رسمي اوربند اعلان کړی دی.

طالبانو سږکال د پسرلي له پیله د انتحاري او ډله‌‌ییزو حملو په خونړۍ لړۍ کې سلګونه ملکي وګړي او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سرتېري مړه او ټپیان کړل.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې افغان ځواکونه د لوی اختر تر پایه او له هغه وروسته د هېواد د امنیت خوندي کولو ته ژمن دي.

ښاغلی رحیمي زیاتوي: "دا چې ویل شوي طالبانو د اختر په ورځو کې غیر مستقیم اوربند اعلان کړی اساس نه‌لري. دښمن تل هڅه کړې چې ملکي خلک په نښه کړي، په ځانګړي ډول دوی په دې ورځو کې هم د څو ترورېستي او وحشي حملو پلان درلود چې له نېکه‌مرغه افغان ځواکونو وکولای شول د دې ټولو ګواښونو مخه ونیسي. زموږ ډاډ تاسو او ستاسو له لارې د افغانستان ټولو خلکو ته دا دی چې په دې مبارکو ورځو کې به امنیتي او دفاعي ځواکونه، کشف او استخبارات له ټولو امکاناتو په کار اخیستو سره د دښمن د ټولو شومو پلانونو مخه ونیسي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د حکومت د رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د حکومت د رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال

ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې د هېواد امنیتي او کشفي ارګانونو په تېرو دوو ورځو کې په پلازمېنه کابل او ځینو ولایتونو کې د امنیتي ګواښونو ۱۳ هڅې شنډې کړې دي.

که څه هم وسله‌والو طالبانو د اختر په ورځو کې د اوربند په اړه رسمي اعلان نه‌دی کړی، خو د دغې ډلې مشر ملا هبت‌الله په خپل اختریز پیغام کې، خپلو جنګیالیو ته سپارښتنه کړې وه څو د اختر په ورځو کې د خلکو "خوښۍ، خدمت او خوندیتوب ته پوره پام وکړي او د وطنوالو د خوښۍ او ارامۍ لپاره ټول لازم کارونه ترسره کړي، د شهیدانو، معیوبینو او اسیرانو د کورنیو احوال واخلي او د خپلې وسې پورې ورسره مرسته وکړي."

په ورته وخت کې، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پرون په یوه جلا خبرپاڼه کې د طالبانو هغه ادعا هم رد کړه چې وايي، د اختر په مناسبت‌یې د افغان ځواکونو ۷۶ تنه اسیر سرتېري خوشې کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کې د طالبانو د هغه بیان یادونه کړې ده چې د شنبې په ورځ‌یې خپور کړ او په هغه کې یې ویلي چې دا سرتېري په کندز، ارزګان، خوست او سرپل ولایتونو کې خوشې شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي طالبانو دا بیان د تبلیغاتو په هدف خپور کړی دی. د دې وزارت خبرپاڼه زیاتوي چې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د دوی د معلوماتو له مخې په تېرو څو ورځو کې د طالبانو له بنده د افغان ځواکونو هېڅ یو سرتېری هم نه‌دی خوشې شوی.

د کورنیو چارو وزارت پر طالبانو غږ کړی چې که یې په دې برخه کې په رښتیا کومه پرېکړه کړې وي او یا غواړي اسیر شوي افغان پوځیان خوشې کړي، نو باید لېست او نومونه‌یې خلکو ته وښيي.

XS
SM
MD
LG