د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۴

د افغانستان په ګډون د نړۍ په اسلامي هېوادونو کې نن د لوی اختر لومړۍ ورځ ده


د افغانستان په ګډون د نړۍ په اسلامي هېوادونو کې نن د اګست یولسمه د لوي اختر لومړۍ ورځ ده.

سږکال تر دوو ميلیونو زیات مسلمانان سعودي عربستان ته د حج د مراسمو د ادا کولو لپاره تللي دي.

د رپوټونو په حواله، تر دېرش زرو زیات افغانان سږکال په دې مراسمو کې برخه لري.

په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالاتو سفیر جان بس په افغانستان کې د ناټو له ملکي استازې هولي هولزر سره افغانانو ته د اختر د مبارکۍ په ګډ پیغام کې چې پرون پر ټوېټر خپور شوی، ویلي: زه او هولي تاسو او ستاسو کورنیو ته د مبارک اختر په مناسبت خپلې ښې هیلې وړاندې کوو، موږ د امریکا د مسلمانانو په ګډون د نړۍ درې ميلیونه مسلمانانو ته چې سږکال حج ته تللي، مبارکي وایوو.

په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالاتو سفیر جان بس
په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالاتو سفیر جان بس

جان بس او هولي هولزر هیله څرګنده کړې چې دا لوی اختر به دافغانانو لپاره د سوکاله راتلونکې پیل وي.

په افغانستان کې د امنیتي وضعیت خرابوالي د اختر د لمانځلو پر مراسمو سیوری غوړولی دی.

د افغانستان د حکومت یا وسله والو طالبانو له لوري تر اوسه د اختر په مناسبت د اوربند اعلان نه دی شوی.

XS
SM
MD
LG