د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۷ زمری ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۱۴

په افغانستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ د امن فضا کې تېره شوه


د اختر د ځینو افغان لمونځ کوونکو یو انځور

په افغانستان کې د اختر لومړۍ ورځ یکشنبه له کومې لویې پېښې پرته تېره شوه.

په څو لویو ولایتونو له هغې ډلې پلازمېنې کابل، کندهار، هلمند، هرات او بلخ کې د ازادي راډیو خبریالانو ویلي چې د کومې لویې امنیتي پېښې خبر یې نه دی ترلاسه کړی.

افغان امنیتي او دفاعي ارګانونو د اختر په مناسبت د شدیدو امنیتي تدابیرو یادونه کړې ده.

که څه هم طالبانو په رسمي توګه د اختر په ورځو کې د اوربند کومه یادونه نه ده کړې خو د دې ډلې مشر ملا هبت الله اخندزاده د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې خپلو جنګیالیو ته لارښونه کړې چې د اختر په ورځو کې د خپل ملت خدمت او مصؤنیت ته بشپړ پام وکړي.

XS
SM
MD
LG