د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

جرمني، فرانسه او بریتانیا: تهران دې د یورانیمو غني کولو وروستي اقدامات شاته کړي


جرمني، فرانسې، بریتانیا او اروپايي ټولنې د سې شنبې په ورځ په یوه شریکه اعلامیه کې په‌دې ژوره اندېښنه ښودلې چې ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي تړون څو ژمنې ماتې کړي دي.

ایران د دوشنبې په ورځ اعلان وکړه چې دوی د یورانیمو د غني کولو کچه په سلو کې له درې عشاریه ۶۷ څخه چې د ۲۰۱۵میلادي کال د تړون له مخې ورته حد ټاکل شوې اړولې او په سلو کې یې څلور نیم ته رسولې ده.

تهران وايي، زغم یې ځکه تمام شو چې له اټمي تړون څخه د امریکا له وتلو او پر ایران د بیا بندیزونو د لګولو وروسته اروپايي لوري د تهران اقتصادي ملاتړ ته لېوالتیا ونه ښوده.

جرمني، بریتانیا، فرانسې او اروپايي ټولنې یادونه کړې چې ایران ویلي، غواړي دې تړون ته ژمن پاتې شي.

د دوی په شریک بیان کې راغلي«ایران باید پر همدې بسټ چلند وکړي، خپل وروستي اقدامات دې بیرته شاته کړي او له ځند پرته دې اټمي تړون عملي کولو ته ستون شي."

د ایران سره د ۲۰۱۵میلادي کال د اټومي تړون اروپايي لاسلیک کوونکو همدارنګه په ټولو لورو غږ کړی چې «د روان ترینګلتیاوو د کمولو لپاره دې مسؤلانه اقدام وکړي.»

په همدې حال کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ ایران ته نوی خبرداری ورکړی.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل«ایران ډېر بد کارونه کوي او ښه ده چې له ډېر احتیاط څخه کار واخلي.»

بل‌خوا د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان یو لو دریان ویلي، امریکا سره له دې چې د ایران سره له اټمي تړون وتلې، کولی شي چې د ترینګلتیا د کمولو لپاره د ایران سره خبرې اترې وهڅوي.

لو دریان د فرانسې سنا ته په خبرو کې د ایران له‌خوا د یورانیمو د غني کولو په کچه کې له اټمي تړون سرغړاوی د «بدې پریکړې په وړاندې بد غبرګون» بللی دی.

له بدې پریکړې څخه د فرانسې د بهرنیو چارو د وزیر اشاره له اټمي تړونه د امریکا وتلو ته وه.

نوموړي ویلي، فرانسه غواړي چې د تفاهم لپاره زمینه برابره کړي، څو احتمالي خطرناک وضعیت کنټرول شي.

بل‌خوا د فرانسې د ولسمشر یو لوړپوړی ډیپلوماټیک سلاکار تهران ته په دوه ورځني سفر تللی، څو له ایران سره زیاتیدونکې ترینګلتیا راکمه کړي.

د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو
د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو

په عین حال کې د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو چې د ایران سره د اټمي تړون یو سرسخت مخالف دی، د سې شنبې په ورځ، یوه ورځ وروسته له هغې چې ایران په لوړه کچه د یورانیمو د غني کولو اعلان وکړ، دې هېواد ته خبرداری ورکړی دی.

د اسرائیلو د پوځ د یوې هوايي اډې د لیدلو پر مهال نتانیاهو په‌داسې حال کې چې د «اېف ۳۵» جنګي الوتکې مخ ته ولاړ و وویل ایران «باید یاد ولري چې دا الوتکې د ایران او سوریې په شمول د منځني ختیځ هرې برخې ته رسېدی شي.»

ایران پرله‌پسې ویلي چې د اټمي وسلې د جوړولو په لټه کې نه‌دي او اټمي پروګرام یې د ملکي اهدافو لپاره دی.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG