د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۷

پنس: د یورانیمو په اړه د ایران پرېکړه د ایران د ورانکارو فعالیتونو برخه ده


د امریکا متحده ایالتونو مرستیال ولسمشر مایک پنس
د امریکا متحده ایالتونو مرستیال ولسمشر مایک پنس

د امریکا متحده ایالتونو مرستیال ولسمشر مایک پنس پر ایران د امریکا د فشارونو د دوام خبره وکړه.

د امریکا متحده ایالتونو د جمهور رئیس مرستیال مایک پنس ویلي چې د یورانیمو د بډاینې په اړه د ایران پرېکړه د دغه هېواد د ورانکارو فعالیتونو یوه برخه ده.

ښاغلي پنس پرون دوشنبه په واشنګټن کې د اسرائیل لپاره د مسیحیانو د یووالي کنفرانس ته وویل چې په ایران باندې به اقتصادي فشار ته دوام ورکړي.

ده وویل:د متحده ایالتونو پوځ چمتو دی چې زموږ له ګټو، پرسونل او خلکو په سیمه کې ساتنه وکړي، موږ به د ایران د ورانکاره نفوذ په وړاندې مخالفت ته دوام ورکړو، موږ به په هغوی اقتصادي فشار جاري وساتو او د ولسمشر ډونالد ټرمپ په مشرۍ امریکا به هېڅ کله اجازه ور نه کړي چې ایران اټمي وسلو ته لاسرسی پيدا کړي.

د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پنس تر خبرو مخکې د ایران د اټمي انرژۍ د سازمان ویاند بهروز کمالوندي اعلان وکړ چې هېواد یې د دوشنبې په سهار د یورانیمو د بډاینې کچه له څلور نیمو اړولې ده.

د انځور چپ لوري ته د ایران د اټمي انرژۍ د سازمان ویاند بهروز کمالوندي، د ایران د حکومت ویاند علي ربیعي او د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال عباس عراقچي
د انځور چپ لوري ته د ایران د اټمي انرژۍ د سازمان ویاند بهروز کمالوندي، د ایران د حکومت ویاند علي ربیعي او د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال عباس عراقچي

ایران د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون تر لاسلیک مخکې یورانیم تر درې نیمو درجو یا هم ځینې وخت تر دې کچې شل په سلو کې زیات بډایه کول.

د اټمي تړون په اساس ایران اجازه نه لري چې یورانیم له درې اعشاریه اووه شپېتو زیات بډایه کړي.

بډایه یورانیم د اټمي بمونو په جوړولو کې کارول کېږي.

ایراني چارواکو د یکشنبې په ورځ ویلي وو چې دوی د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون د یورانیمو د بډاینې محدودیت ته ژمن نه پاتې کېږي.

متحده ایالتونه له ایران سره د ۲۰۱۵ کال له اټمي تړونه د ۲۰۱۸ کال په مې کې ووت او یو ځل بیا یې په دغه هېواد کلک بندیزونه ولګول چې ایران یې له اقتصادي ځوړ سره مخ کړی.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، تر هغه به په ایران فشار ته دوام ورکړي چې دا هېواد اټمي وسلې جوړې نه کړي، د بالستیک راکټونو پروګرام بند کړي او په منځني ختیځ کې له خپلو زیان رسوونکو فعالیتونو لاس په سر شي.

ایران مخکې په تکرار ویلي چې ټول اټمي فعالیتونه یې سوله ییز دي او د اورپکو ملاتړ نه کوي.

XS
SM
MD
LG