د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۰

ایران اعلان کوي، څو د یورانیمو د غني کولو کچه په سلو کې ۵ ته لوړه کړي


تمه ده چې ایران به نن یکشنبې له نړیوالو قدرتونو سره د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې پر بنسټ په خپلو ژمنو کې نور کمښت راولي.

د ایران نیمه دولتي خبري آژانس فارس خبر ورکوي چې د ایران د اټمي خبرو لوی مرکچي عباس عراقچي به په سیمه‌ییز وخت د سهار په ۱۰:۳۰ بجو له یو شمېر چارواکو سره په ګډه په یو خبري کنفرانس کې د خپلو ژمنو د کمولو خبر ورکړي.

رویټرز خبري اژانس د یوه ایراني چارواکي له قوله چې نوم یې نه‌دی ښودل شوی، خبر ورکوي چې وايي، ایران به اعلان وکړي چې د یورانیمو د غني کولو کچه به په سلو کې پنځو ته لوړه کړي.

د ایران د اټمي خبرو لوی مرکچي عباس عراقچي
د ایران د اټمي خبرو لوی مرکچي عباس عراقچي

د رویټرز د راپور له مخې د ایران د لوی مذهبي مشر یوه جګ‌پوړي سلاکار علي اکبر ولایتي ویلي دي چې چارواکي په سلو کې له ۳.۶۷ څخه چې د ایران په اټمي موافقه کې ټاکل شوې وه، د یورانیمو د غني کولو د کچې د لوړولو په مسئله کې په یوه نظر دي.

ولایتي ویلي دي چې ایران د سوله‌ییزو اهدافو لپاره په سلو کې پنځو ته د یورانیمو د غني کولو د کچې لوړولو ته اړتیا لري.

دا څرګندونې د ایت‌الله علي خامنه‌اي پر رسمي وېب‌پاڼه خپرې شوي دي.

د اټمي موافقې له مخې ایران کولای شي یورانیم په ټیټه کچه په سلو کې د ۳.۶۷ په غلظت تولید او تر ۳۰۰ کیلوګرامو پورې زېرمه کړي، خو ایراني چارواکو اوس اوس ویلي چې د غني شوي یورانیمو د تولید کچه یې په موافقه کې له ټاکل شوې اندازې څخه زیاته کړې ده.

د ایران او واشنګټن په اړیکو کې کړکېچ تېر کال وروسته له هغه زیات شو چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مې میاشت کې د ایران له اټمي موافقې د امریکا وتل اعلان کړل او پر دې هېواد بندیزونه یې بیا ولګول.

اوس مهال بریتانیا، فرانسه، جرمني، روسیه او چین دې موافقې ته ژمن پاتې دي.

دې بندیزونو تر ډېره د ایران د تېلو صادرات او د بانکونو سیسټم په نښه کړي دي.

ایران د دې بندیزونو په ځواب کې سږکال د مې په اتمه نېټه د اټمي موافقې نورو لاسلیک کوونکو هېوادونو ته خبرداری ورکړ چې که پر خپلو ژمنو عمل ونه‌کړي، نو تهران به د دې موافقې له مخې د خپلو مکلفیتونو په ژمنو کې کموالی راولي، خو له دې یوه ورځ وروسته د ایران د اټمي موافقې اروپايي لاسلیک کوونکو له دې موافقې د ملاتړ د اعلان ترڅنګ د ایران له‌خوا هر راز مهلت رد کړ.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې فډریکا موګیریني او د بریتانیا، فرانسې او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډ بیان کې پر تهران غږ کړی دی چې له پاروونکو اقداماتو ډډه وکړي.

له بلې خوا د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون ویلي، ده او ایراني سیال یې حسن روحاني موافقه کړې چې د روانې جولای میاشتې تر پنځلسمې نېټې پورې به د ایران د اټمي کړکېچ په اړه د خبرو د پیل لپاره د شرایطو د برابرولو هڅه کوي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG