د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۸

د اټمي انرژۍ نړیواله اداره روانه اوونۍ د ایران اټمي فعالیتونه څېړي


ارشیف، د ایران بیرغ
ارشیف، د ایران بیرغ

د اټمي انرژۍ نړیواله اداره روانه اوونۍ په یوه ځانګړې غونډه کې د ایران اټمي فعالیتونه څېړي.

د اټمي انرژۍ د نړيوالې ادارې د مديره هيئت دغه ځانګړې غونډه را روانه چهارشنبه د اتريش په پلازمېنه ويانا کې چې د دې ادارې مرکزي دفتر دی، جوړېږي.

دا غونډه د امريکا د متحدو ايالتونو په غوښتنه وروسته له هغې رابلل کېږي چې تهران وويل، د ٢٠١٥ میلادي کال د اټمي تړون له ځينو شرايطو يې سرغړونه کړې ده.

په ویانا کې د نړیوالې اټمي انرژۍ په اداره کې د متحدو ایالتونو استازي جکي ولکوټ چې د دغې ځانګړې غونډې د جوړېدو غوښتنه یې کړې، په دې اړه په خپاره کړي بیان کې له دې ادارې غوښتي چې د ایران په اړه د دې ادارې پر وروستي رپوټ بحث وکړي.

دغې ادارې په خپاره کړې رپوټ کې تأیید کړي چې ایران د شوي تړون له مخې له ټاکلي حده چې د درې سوه کیلوګرامه غني شویو یورانیمو د زېرمه کولو اجازه لري، تېر شوی دی.

ښاغلي ولکوټ په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې نړیواله ټولنه باید د ایران رژیم مسؤل وبولي.

د اټمي انرژۍ د ادارې يوه وياند هم د دې غونډې جوړېدل تأیید کړي دي.

دغه غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې د امريکا د متحدو ايالتونو او ايران ترمنځ د تهران د اټمي پروګرام له کبله کړکېچ اوج ته رسېدلى دى.

د ٢٠١٥ میلادي کال د اټمي تړون پر اساس چې د ايران او د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ لاسليک شوى و، د ايران د غني شويو يورانيمو اندازه بايد تر ٣٠٠ کيلوګرامو وانه وړي.

خو د ايران ولسمشر حسن روحاني تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د غني شویو یورانیمو اندازه له ټاکلي درې سوه کیلوګرامه اوښتې او دغه راز سر له سبا يکشنبه به د يورانيمو غني کول تر ٣ اعشاريه اووه شپېته فيصدو هم واړوي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

هغه وویل، په دې برخه کې نور د خپلې ژمنې پام نه ساتو او هر څومره یورانیم پر هر غلظت چې وي او ورته اړتیا لرو، هغه به تولید کړو.

خو تهران دا هم ویلي چې په څو ساعتونو کې دغه نوي فعالیتونه درولی شي، که پر ایران د امریکا له خوا لګول شوي بندیزونه چې د دې هېواد اقتصاد یې ډېر زیانمن کړی، لېرې شي.

د نړیوالې اټمي انرژۍ په اداره کې د ایران استازي د امریکا له خوا د دغې ځانګړې غونډې د رابللو په وړاندې په غبرګون کې ویلي چې دا غونډه په خپله د واشنګټن انزوا په ډاګه کوي او امریکا د دې تړون اصلي سرغړوونکې ده.

په دې اداره کې د روسیې استازي هم ویلي چې دا یې مناسب ځای نه دی چې د دې ادارې مدیره هیئت د ده په وینا له شوي تړونه د ایران د سرغړونو موضوع وڅېړي.

بریتانیا، فرانسې او جرمني چې له ایران سره د ۲۰۱۵ کال کال د لاسلیک شوي تړون شریکان دي، له ایرانه غوښتي دي چې د دغه تړون پر شرایطو عمل وکړي او ژمنه یې کړې چې له تهران سره به د هغو مالي ستونزو چې د امریکا د بندیزونو په تړاو را ولاړې شوي په هوارولو کې مرسته وکړي، که دوی په خپلو ژمنو عمل وکړي.

روسیه او چین د دې اټمي تړون نور لاسلیک کوونکي دي چې د امریکا له وتلو وروسته تراوسه ورته متعهد پاتې شوې دي.

XS
SM
MD
LG