د شمالي وزیرستان میرانشاه پرون د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۵» د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوې لویې غونډې کوربه وه چې پهکې د پښتنو د هدفي وژنو د مخنیوي غږ پورته شو.
د منظور احمد پشتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرتابه او زرګونه پلویان دې غونډې ته ورغلي وو.
پشتین وویل، هدفي وژنې زیاتې شوي او ګڼ بېګناه خلک وژل کېږي.
دی وايي:
"تر ټولو غټه ستونزه پهدې وطن کې هدفي وژنې دي. دلته په مختلفو شکلونو باندې هدفي وژنې دوام لري چې څوک وژل کېږي زموږ په خاوره باندې بد امني ده. زموږ په خاوره باندې ډز زموږ په امن باندې ډز کول دي. دا کله هم موږ نه درسره منو. د دې خلاف به موږ کلک درېږو."
پشتین وویل چې په وزیرستان کې د ضرب عضب له عملیاتو وروسته هدفي وژنو زور اخیستی.
پاکستاني پوځ په ۲۰۱۴ میلادي کال کې ضرب عضب عملیات کړي وو چې هدفیې په سیمه کې د مخالفو وسلهوالو او ترهګرو ډلو ځپل یاد شوي وو.
د پښتنو دې لویې غونډې ته د شمالي او جنوبي وزیرستان تر څنګ د بلوچستان او خېبر پښتونخوا له نورو سیمو زرګونه خلکو ګډون وکړ چې د سهار پر ۱۰ بجو پیل او تر مازیګرهیې دوام وکړ.
په یاده غونډه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ نورو مخکښو مشرانو علي وزیر، محسن داوړ، ثنا اعجاز او د سیمې مشرانو خبرې وکړې.
له کله چې د منظور احمد پشتین په مشرۍ پښتون ژغورنې غورځنګ له څه باندې یو کال راهیسې په ټوله پښتونخوا او د پاکستان په ځینو نورو لویو ښارونو کې خپلې لویې غونډې پیل کړي په اکثرو کې یې داسې سلګونه کسان هم برخه اخلي چې د کورنۍ ځوانانیې یا وژل شوي یا یې مړی ژوندی ورک وي.
د میرانشاه غونډې ته هم ګڼ داسې خلک راغلي وو چې له ډلې یې دوو میندو د خپلو زامنو د مړي او ژوندي په ورکېدو د ازادي راډیو مشال څانګې ته د زړه خواله وکړه.
یوه ښځه چې خپل نومیې نهدی اخیستی، د خپل ورک شوي زوی عکسیې په لاس کې دی وايي:
"دا پته نهشته چې مړ دی که ژوندی دی. موږ ته دا معلومات نهشته چې په کوم جېل کې دی؟ چېرته دی؟ پنځه شپږ کالهیې تېر کړل."
یوې بلې ښځې چې خپل نومیې نهدی ښودلی وايي چې د زوی په لټون کې سخته ستړې شوې:
"نور خو بېخي ستړي شوو. په ژړاوو ستړي شوو. موږ نور خپل زامن غواړو درنه."
د منظور احمد پشتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې تورنوي چې د پښتنو په هدفي وژنو، یرغمل او تښتونې، ځورونې او تاوتریخوالي کې لاس لري.
د دغو تورونو په خاطر د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر د دې ډلې ګڼ مشران او پلویان وخت ناوخته بند ته لوېدلي او له بېلابېلو بندیزونو سره مخ دي.
د پاکستان حکومت دلیل راوړي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ بېځایه پوځ په ناقانونه کړنو تورنوي.
حکومت ویلي چې د پښتنو سیمو د امنیت، له پښتون مېشتو سیمو د ماینونو د تصفيې او پراختیايي چارو په برخه کې یې ګامونه اخیستي او لاهڅې کوي.
راپور: صفيالله ستانکزی