د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

په غزني کې د منظور پښتین د خولۍ مینه‎وال زیات شوي


په غزني کې ډېری ځوانان له هغه وروسته چې د هېواد د شمالي ولایتونو دودیزه سره خولۍ پر سر کوي وايي، اوس په پښتونخوا وطن کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پر سر کړې ده.

که یوې خوا ته دغه خولۍ دوی د هېواد تولید او پر سر کول یې د هېواد له‌پاره ګټه ګڼي، نو محمد رسول او شېر احمد چې دغه سرې خولۍ یې پر سر کړي ازادي راډیو ته یې و ویل:

"له دې پرته یې هم د ځان له‌پاره ویاړ ګڼي او ارمان یې دا دی چې له منظور پښتین سره یو شي."

دغې خولۍ چې د پښتنو ترڅنګ یې پر سر کول د غزني او ټول هېواد په نورو قومونو کې هم زیات رواج موندلی دی، نو حیات الله او احسان الله، بیا وايي:

"د منظور سره خولۍ له هېواد سره د مینې او ګټې په هدف ورته ارزښت لري، ځکه چې دا د هېواد تولید دی."

هغه دوکانداران چې دا ډول خولۍ پلوري وايي، د نورو خولیو په پرتله د منظور پښتین خولۍ څو چنده زیاته پلوري.

غمي او لال محمد ازادي راډیو ته وویل:

"د منظور د خولیو ښه بازار تود دی، دغه خولۍ د ورځې له سلو تر یو نم سل دانو خرڅوي، خو نورې خولۍ پنځه هم نه خرڅېږي، ځوانان او سپین‌ږیري یې راڅخه اخلي."

بل لورته بیا ډېری د نظر خاوندان د منظور پښتین سره خولۍ یوازې خولۍ نه، بلکې دا د یوه مثبت بدلون نښه ګڼي.

جمیل وقار
جمیل وقار

د لوی افغانستان تحریک چې د هېواد په مرکز او ځینو ولایتونو کې د لر او بر یووالي له‌پاره سمینارونه، غونډې او نور فعالیتونه کوي، مشر جمیل وقار ازادي راډیو ته وویل:

"دغه سره ټوپۍ د هغه ریښتیني انقلاب او خوځښت نخښه ده چې خلک ورته لېواله دي، ځکه يې په ځوانانو کې زیات رواج مومندلی دی."

د منظور پښتین سره خولۍ چې وايي، د سیمې یوه بزګر ورته ډالۍ کړې ده اوس د افغانستان تر شمالي سیمو پورې محدوده نه، بلکې نړیواله بڼه يې اختیار کړې ده او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د منظور پښیتن ملاتړي او مینه‎وال یې پر سرول د ځان له پاره افتخار بولي.

راپور: حبیب الرحمن تأثیر- غزني

XS
SM
MD
LG