د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې د مظاهره‌چیانو پر ضد تشدد ته د ولسمشر غني اندېښنې!


آرشیف/ ولسمشر غني
آرشیف/ ولسمشر غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې له سوله‌یيزو مظاهره‌چیانو سره بد چلند د اندېښنې وړ دی.

بالاخره ولسمشر محمد اشرف غني په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې د سوله‌ییزو اعتراضونو او د پښتنو په ځپلو غبرګون ښودلی دی.

ښاغلي غني د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۱۸» په خپلو ټولنیزو رسمي پاڼو ټویټر او فېس‌بوک لیکلي چې د خېبر پښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې د سوله‌ییزو او مدني فعالانو او معترضانو په ضد تشدد مخ په زیاتېدو دی او د ده حکومت د سوله‌ييزو لاریونونو پر وړاندې د تاوتریخوالي له کبله اندېښمن دی.

د ښاغلي غني په وینا د بشري حقونو نړیوال سازمانونه، رسنۍ او ان د پاکستان مدني او سیاسي بنسټونه هم دغه مخ په زیاتېدونکی تشدد تأييدوي او په اړه‌يې جدي اندېښنې ښودلې دي.

ولسمشر غني وړاندې په دغه بیان کې لیکلي چې سیمه د مذهبي افراطیت او ترهګرۍ له جدي ګواښ سره مخ ده، د هر مسؤل دولت اخلاقي دنده ده چې د دغه ډول مدني فعالیتونو ملاتړ وکړي، خو د ده په باور له بده‌مرغه له دوی سره برعکس چلند کېږي.

افغان ولسمشر غني دا هم ویلي چې د سوله‌ییزو اعتراضونو او مدني فعالانو ځپل نه‌یوازې د ژورې اندېښنې خبره ده، بلکې ټولې سیمې ته منفي نتیجې لرلی شي.

ولسمشر غني دا څرګندونې په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د اعتراضونو او د دوی د یوه غړي ارمان لوڼي له وژلو وروسته کړې دي.

د دغه غورځنګ مشر منظور پشتین ویلي چې ارمان لوڼی د پاکستان د پولیسو له‌خوا له تاوتریخوالي وروسته وژل شوی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین

د ولسمشر غني له دې دریځ ورهاخوا د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی وايي، په پښتنو کېدونکو ظلمونو ته په کتو په کار ده چې هر چېرې حق غوښتونکي او مدني حرکتونه د دوی پر ملاتړ غږ پورته کړي.

د مشرانو جرګې نایب منشي فیصل سمیع په‌دې اړه ازادي راډيو ته وویل:​

"ولسمشر غني د کوم ترورېستي ګروپ څخه ملاتړ او په اړه‌يي اندېښنه نه‌ده څرګنده کړې، بلکې د یوه مدني حرکت په حق کې يې غږ پورته کړی چې خپل حقونه غواړي او د پاکستان د نظامیانو او حکومت د ظلم لاندې دي او تل قرباني شوي دي."

خو په افغانستان کې دغو څرګندونو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سخت غبرګون راپارولی دی.

شاه محمود قریشي د ولسمشر غني له بیان وروسته په خپل ټویټر ولیکل چې د غني څرګندونې د پاکستان په چارو کې لاس‌وهنه ده او افغان مشران باید د خپلو خلکو په شکایتونو تمرکز وکړي.

د راپورونو له مخې په‌دې وروستیو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ او د دوی پر ملاتړو باندې د پاکستان له‌خوا فشارونه ډېر شوي دي.

دې وضعیت ته په کتو د سیاسي چارو کارپوهان له ډلې يې نجیب‌الله ازاد وايي، اړتیا ده چې له افغانستان ورهاخوا د نړۍ نور هېوادونه هم د پاکستاني نظامیانو د ظلم پر وړاندې ودرېږي.

د سیاسي چارو کارپوه نجیب‌الله ازاد
د سیاسي چارو کارپوه نجیب‌الله ازاد

نوموړی وايي:

"د ظلم پر وړاندې ودرېدل او یا د خپل دریځ بیانول نه‌یوازې د ولسمشر محمد اشرف غني دنده ده، بلکې د سیمې او نړۍ نور هېوادونه هم باید په دې اړه خپل غږ پورته او د پوځي افراطیت مخه ونیسي."

دی ټينګار کوي چې ملګري ملتونه د یوه بې‌پري او د بشري حقونو د ملاتړي بنسټ په توګه باید د پښتنو د حقونو او ازادیو څخه جدي ملاتړ وکړي او پرې نه‌ږدي چې له یوه قوم سره داسې ښکاره تبعیض او توپیري چلند دوام وکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG