د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۷

د افغان ولسمشر څرګندونو ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر غبرګون!


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغان ولسمشر محمد اشرف غني هغه څرګندونې غندلي چې په بلوچستان او خېبر پښتونخوا ایالتونو کې یې د سوله‌ییزو احتجاج کوونکو پر ضد پر تشدد یې په‌کې اندېښنه څزګنده کړې وه.

افغان ولسمشر د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۱۸» پر خپلې ټویټر او فېس‌بوک پاڼې په بلوچستان ایالت کې د ترهګرۍ پر ضد د یوه احتجاج پر مهال د پولیسو له‌خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې د غړي ارمان لوڼي تر وژنې او بیا د همدغې وژنې پر ضد په اسلام‌اباد او خېبر پښتونخوا کې د سوله‌ییزو احتجاج کوونکو د نیول په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې‌ویل:

"د خېبر پښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې د سوله‌ییزو او مدني فعالانو او معترضانو پر ضد تشدد مخ په زیاتېدو دی چې د بشري حقونو نړیوال سازمانونه، رسنۍ او ان د پاکستان مدني او سیاسي بنسټونه هم دغه مخ په زیاتېدونکی تشدد تأييدوي او جدي اندېښنه ښيي."

د اشرف غني په خبره، سیمه د مذهبي افراطیت او ترهګرۍ له جدي ګواښ سره مخ ده او زیاتوي:

"د هر مسؤل دولت اخلاقي دنده ده چې د دغه ډول مدني فعالیتونو ملاتړ وکړي، خو له بده‌مرغه له دوی سره برعکس چلند کېږي."

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغان ولسمشر دغه څرګندونې غندلي او دا ډول بیانونه‌یې نامسؤله او د «پاکستان» په کورنیو چارو کې لاس‌وهنه بللې ده.

نوموړي پر خپل ټویټر د افغان ولسمشر په غبرګون کې همدا شان ویلي:

"افغان مشرتابه ته په‌کار ده چې د افغان ولس اوږدمهاله تکلیفونو او شکایتونو ته پام واړوي."

د یادونې وړ ده چې د منظور پشتین په مشرۍ پښتون ژغورنې غورځنګ له تېرو دوو ورځو کې د پاکستان په ګڼو ښارونو کې په بلوچستان کې د خپل غړي ارمان لوڼي د وژنې پر ضد احتجاجونه کړي چې د راپورونو له مخې پولیسو د دغه سوله‌ییزو احتجاجونو پر مهال د دغه غورځنګ ګڼ شمېر پلویان نیولي دي.

XS
SM
MD
LG