د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

دوحه به نن بیا د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ د خبرو کوربه وي


آرشیف، د افغانستان د سولې لپاره امریکایي پلاوی زلمی خلیل‌زاد (ښی) د طالب پلاوي مشر شیر محمد عباس ستانکزی (کین)
آرشیف، د افغانستان د سولې لپاره امریکایي پلاوی زلمی خلیل‌زاد (ښی) د طالب پلاوي مشر شیر محمد عباس ستانکزی (کین)

په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسېدو او په‌دې هېواد کې د سولې د ټینګېدو د هڅو په ترڅ کې د زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ د افغانستان د سولې لپاره امریکایي پلاوی نن دوشنبه د قطر په پلازمېنه دوحه کې بیا د طالبانو له استازو سره خبرې کوي.

د دغو خبرو په تېر څلورم پړاو کې چې په دوحه کې ترسره شوې او شپږ ورځې یې دوام وکړ، دواړو لورو اعلان وکړ چې پر مهمو موضوعاتو یوې عمومي موافقې ته رسېدلي دي.

د راپورونو له مخې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو مهالوېش او د دې مسئلې یقیني کول چې له افغانستانه به بیا القاعده یا نورې سخت دریځې ډلې د یوې اډې په توګه کار نه‌اخلي هغه مسایل وو چې دواړه لوري پرې سلا شوي وو.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد تېره شپه په یوه ټویټري پیغام کې ویلي چې دا ځل به هم له امریکایي پلاوي سره په خبرو کې پر همدې مسایلو خبرې وکړي.

د دوحه د غونډې د اجنډا په اړه ښکېلو لورو تر اوسه نور جزئیات نه‌دي ورکړي، خو طالبانو په‌دې غونډه کې د برخه اخیستونکي پلاوي په اړه څو ورځې مخکې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي وو چې د شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د ۱۴ کسیز پلاوي په ترکیب کې د دوی څلور مشران هم له پاکستانه په‌دې خبرو کې ګډون کوي.

د طالبانو ځینو سرچینو ویلي وو چې امیر خان متقي، عبدالطیف منصور، عبدالمنان عمري او مطیع‌الحق به د قطر په خبرو کې د ګډون لپاره له پاکستانه دوحې ته ولاړ شي.

طالبانو په خپاره کړي بیان کې دا هم ویلي چې د ملا هبت‌الله اخوند په لارښوونه د ملا عبدالغني برادر چې په پام کې وه له امریکایي پلاوي سره د خبرو مشري وکړي، له خوا د دې پلاوي غړي ټاکل شوي دي.

دغه‌راز یو شمېر سرچینو قطر ته د ملا عبدالغني برادر د رسېدو خبر هم ورکړی، خو په خپله طالبانو دا مسئله تر اوسه رسماً نه‌ده تأیید کړې.

  • د افغانستان د خلکو سترګې تر ډېره د قطر خبرو ته ځیر دي چې ایا هغه به د سولې یوې موافقې ته د رسېدو په برخه کې د پام وړ لاس ته راوړنې ولري او که به بیا هم له مشخصو پرېکړو پرته پای ته رسېږي؟
  • د کره نیتجې له لرلو پرته د خبرو دوام به ایا دواړه لوري ستړي او ناهیلي نه‌کړي؟

په‌دې اړه ازادي راډیو د سیاسي چارو د پوه او د کابل پوهنتون د استاد نصرالله ستانکزي نظر پوښتلی.

د سیاسي او حقوقي چارو پوه او د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی
د سیاسي او حقوقي چارو پوه او د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی

نوموړی وايي:

"هر ستراتېژیک مذاکرات چې د لویې ستونزې د حل لپاره وي، طبعاً دواړه لوري باید په‌کې ستړي واوسي او زه فکر کوم کله چې په داسې مذاکراتو کې ستراتېژیک هدف ټاکل کېږي، د ستړیا مفهوم په‌کې له‌منځه ځي، خو موږ هیله‌مند یو چې دغه غونډه به مثبته پایله ولري یا حد اقل رڼایي په‌کې احساس شي. په هر صورت زه دې ته هم خوشبین یم چې دغه لړۍ به دوام وکړي."

له نوموړي سره بشپړه مرکه دلته اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:18 0:00
مستقیم لېنک

دا ځل هم معلومه نه‌ده چې د قطر خبرې به څو ورځې دوام کوي؟ خو فرانس پرس خبري اژانس په یوه راپور کې د چارو د کارپوهانو په حواله ویلي چې ښایي دا ځل طالبان د ملګرو ملتونو له تور لېسته د طالب مشرانو د نومونو پر لیرې کېدو هم ټینګار وکړي او هغه به هم په یو ډول د افغانستان له حکومت سره د مخامخ خبرو لپاره پر دوی د امریکا له لوري د فشارونو دفع کول وي.

په‌دې وروستیو کې طالبانو وویل چې په اسلام‌اباد کې د پاکستان له صدراعظم او امریکایي پلاوي سره د دوی د مرکچي پلاوي کتنې په‌دې خاطر لغوه شوي چې د دوی د پلاوي د ډېرو غړو نومونه د ملګرو ملتونو د سفر د بندیزونو په فهرست کې وو.

د سیاسي چارو پوه وحید مژده چې د طالبانو خبرې له نږدې څاري او د افغانستان د سیاستوالو او طالبانو ترمنځ د مسکو په غونډه کې یې هم ګډون کړی و، وایي، د طالبانو غړو ورته ویلي چې د دوحې په‌دې پړاو خبرو کې بیا هم پر مهمو، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو او بیا له دې هېواده نورې نړۍ ته د حملو د نه‌ګواښلو پر مسئلو خبرې کېږي، خو ښایي طالبان له تورو لېستونو د خپلو مشرانو د نومونو د لیرې کولو مسئله هم مطرح کړي.

د سیاسي چارو پوه وحید مژده
د سیاسي چارو پوه وحید مژده

ښاغلی مژده زیاتوي:

"البته دا خبره هم دوی کوله چې له تور لېسته د دوی د مشرانو د نومونو لیرې کول د سولې له پروسې سره مرسته کولای شي ځکه چې با صلاحیته کسان چې کولای شي په‌دې غونډه کې برخه واخلي هغه کسان نه‌شي کولای چې راشي قطر ته."

طالبانو تر اوسه د افغانستان له حکومت سره چې هغه یو لاس‌پوڅی حکومت بولي له مخامخ خبرو کولو ډډه کړې او دا خبرداری یې هم ورکړی چې که له دې هېواده د نړیوالو ځواکونو د وتلو مهالوېش ونه‌ټاکل شي، په خبرو کې د نورو پرمختګونو امکان نه‌شته.

د افغانستان حکومت بیا هیله‌مند دی چې د قطر دا دور خبرې په‌دې برخه کې چې طالبان د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي، مثبتې نتیجې ولري.

XS
SM
MD
LG