یوه ستر امریکايي جنرال ډاډ ورکړی چې هېواد یې د سولې د هڅو او هغې پروسې هر اړخیز ملاتړ کوي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت وي.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ عمومي قوماندان جنرال جوزف ووټل افغانستان ته په سفر کې پرون سې شنبه «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۳۰» له افغان ولسمشر اشرف غني او د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره لیدلي.
د ملي امنیت شورا ویاند طارق ارین وویل چې د ووټل او حمدالله محب بحثونه د امنیت په پیاوړتیا، د سولې په پروسې او ګډو همکاریو متمرکز و.
نوموړي زیاته کړه:
"ښاغلي جوزف ووټل پهدې لیدنه کې د خپل هېواد په استازیتوب د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې له ملاتړه ډاډ ورکړ او ویېویل چې امریکا متحده ایالات به د افغان حکومت او افغانانو تر څنګ پاتې وي. هغه همداراز له ترورېزم سره په مبارزې او پهدې برخه کې په عملي اقداماتو ټینګار وکړ."
جنرال جوزف ووټل چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د قوماندان په توګهیې دنده په ختمېدو ده، د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار سره تر لیدنې مخکې پرون افغان ولسمشر اشرف غني سره کتلي و.
ښاغلي ووټل له افغان ولسمشر سره په لیدنه کې ویلي، هر څوک چې د ده پر ځای د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان وټاکل شي له افغانستان سره به اشنا وي او د افغان حکومت، پوځیانو او افغانانو سره به ستراتېژيکو همکاریو ته دوام ورکوي.
د ملي امنیت شورا ویاند طارق ارین د سې شنبې «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۳۰» په ماښام ازادي راډیو ته دا هم وویل چې د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب له جنرال ووټل سره په پرونۍ لیدنه کې د سولې د خبرو د اسانچاري په توګه د زلمي خلیلزاد له هڅو ستاینه کړې ده.
ښاغلي خلیلزاد اوس په کابل کې دی او د سې شنبې په ورځیې په ټویټر لیکلي و د افغانانو له احساسه پوهېدلی چې تر بل هر وخته هغوی سولې ته اړتیا لري.
هغه د کونړ په مرکز اسعداباد ښار کې د سولې د ولسي غورځنګ یا «پي پي اېم» لهخوا د زرګونه کسانو سوله غوښتونکي لاریون ته په اشارې لیکلي، دا کار یې بله بېلګه ده چې د افغانستان خلک د سولې هیله لري.
د افغانستان د سولې او پخلاینې په چارو کې د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد دا هم ویلي چې په داسې شرایطو کې متحده ایالات د افغانستان د خلکو تر څنګ درېږي.
تمه ده چې زلمی خلیلزاد راتلونکې دوشنبه د فبروري ۲۵مه د طالبانو له استازو سره د قطر په پلازمېنه دوحه کې وګوري، چېرته چې ده څلور واره مخکې هم له هغوی سره خبرې کړي.
افغان حکومت د دوحې په راتلونکې ناسته کې د خپلو استازو ګډون پهدې مشروط کړی چې که طالبان د افغان حکومت له استازو سره خبرو ته چمتو وي.
طالبانو تل له افغان حکومت سره مخامخ خبرې رد کړي او له امریکايي استازو سره په لیدنه کې یې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو ډېر بحث کړی.
د امریکا د مرکزي قومندانۍ عمومي قوماندان جنرال جوزف ووټل چې پرونیې افغان ولسمشر او د هغه د ملي امنیت سلاکار سره ولیدل د فبروري په ۱۵مه ویلي و چې متحده ایالات ښايي خپل زر تنه پوځیان له افغانستانه وباسي.
ووټل ویلي و چې دا کار د افغانستان د سولې له پروسې سره تړاو نهلري، بلکې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر یوه هڅه ده چې د امریکا له سرچینو ښه استفاده وشي.
اوس وخت ۱۴ زره امریکايي سرتېري په افغانستان کې مېشت دي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د فبرورۍ په پنځمه ملت ته په کلنۍ وینا کې وویل چې له طالبانو سره رغنده خبرې روانې دي او که پهدې خبرو کې پرمختګ وشي، نو امریکا به وتوانېږي چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو حضور کم او له ترورېزم سره په مبارزې تمرکز وکړي.
د ټرمپ تر دې وینا څو میاشتې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې دی غواړي اووه زره امریکايي سرتېري له افغانستانه وباسي، خو بیا وروسته سپينې ماڼۍ دا راپورونه رد کړي و.
راپور: صفيالله ستانکزی