د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

په اسلام‌اباد کې له امریکايي پلاوي سره د طالبانو لیدنه لغوه شوه


(ښی) په مسکو کې د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر شیر محمد عباس ستانکزی (کین) د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازی زلمی خلیل‌زاد
(ښی) په مسکو کې د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر شیر محمد عباس ستانکزی (کین) د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازی زلمی خلیل‌زاد

د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د زلمي خلیل‌زاد د اوسني سفر پر مهال چې د فبروري تر پایه به دوام کوي په اسلام‌اباد کې له امریکايي پلاوي سره د طالبانو لیدنه لغوه شوه.

دې ډلې په یوه بیان کې چې پرون ماښام‌یې خپور کړی دلیل راوړی چې د دې لیدنې لپاره د دوی د مرکچي پلاوي اکثرو غړو د امریکا او ملګرو ملتونو د تور لېست په خاطر سفر ونه‌شوی کړی.

طالبانو د دې غونډې په نه‌ترسره کېدو خواشیني ښودلې.

طالبانو لا له مخکې اعلان کړی و چې د فبروري په ۱۸مه په اسلام‌اباد او د فبروري په ۲۵مه په دوحه کې له امریکايي پلاوي سره خبرې کوي.

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیل‌زاد پرون یکشنبه په کابل کې و چېرته چې ده سهار له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د معلوماتو پر اساس د شپې له ولسمشر اشرف غني سره مجلس درلود.

د خلیل‌زاد د کاري مهالوېش له مخې دی له افغانستان وروسته اسلام‌اباد او بیا دوحې ته هم سفر لري.

روېټرز اژانس لیکلي چې د فبروري په ۱۸مه طالبانو پلان درلود چې له امریکايي پلاوي سره د خبرو تر څنګ د سعودي عربستان له ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره چې په اسلام‌اباد کې دی خبرې وکړي.

سلمان د یکشنبې په شپه اسلام‌اباد ته ورسېد چېرته چې ده د طالبانو او ترهګرو ډلو د ملاتړ په خاطر د امریکا او نړۍ له فشارونو سره مخ پاکستان ته د ۲۰ میلیارده ډالرو په ارزښت لویې پروژې ورکړې.​

د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان
د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان

سلمان وویل دی باوري دی چې پاکستان په راتلونکي کې په یوه ډېر مهم هېواد بدلېدلی شي.

اسلام‌اباد ته د ولیعهد سلمان د سفر پر مهال د یکشنبې په شپه له العربیه ټلوېزیون سره د پاکستان د صدراعظم عمران خان مرکه هم خپره شوه او ده په‌کې د افغان سولې په باب د پاکستان د هڅو یادونه وکړه.

نوموړي وویل:

ارشیف، د پاکستان صدراعظم عمران خان
ارشیف، د پاکستان صدراعظم عمران خان

"موږ غواړو له سعودي عربستان سره په اسلامي نړۍ کې د لګېدلي اور د خاموشه کولو لپاره خپل رول ادا کړو. لکه څنګه چې پاکستان اوس د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو په زمینه‌سازۍ یا د سولې د پروسې په برخه کې په هڅو سره رول ادا کوي. په یو ډول د سولې او پخلاینې جوړجاړی او د دې ۱۷ کلنې جګړې پای ته رسول، نو دا هغه رول دی چې موږ یې غواړو ادا کړو."

خو افغان حکومت اعتراض کړی چې اسلام‌اباد ته د خبرو لپاره د طالب پلاوي په وربللو سره د افغانستان ملي حاکمیت نقض شوی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي پرون یکشنبه ازادي راډیو ته وویل اسلام‌اباد ته د خبرو لپاره د طالب پلاوي وربلل د دې ډلې د رسمي پېژندنې معنی لري او دوی جداً د دې کار په وړاندې درېږي.​د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي

نوموړی وايي:

​"د دې پلاوي غړي د ملګرو ملتونو د سازمان د تحریمونو په لېست کې شامل دي او دا اقدام د ملګرو ملتونو د پرېکړه‌لیکونو او د افغانستان د ملي حاکمیت د واضح او څرګند نقض په معنی دی، زموږ د ملي حاکمیت مسئله زموږ سره کرښه ده او دا موضوع په ډېره جدي توګه تعقیبوو او د ملګرو ملتونو سازمان ته مو له دې امله شکایت هم کړی."

مسکو ته د طالبانو د مرکچي پلاوي په تېر وار سفر هم چې د فبروري په پنځمه او شپږمه‌یې د حامد کرزي په مشرۍ له یوه ډله پخوانیو افغان سیاستوالو سره وکتل افغان حکومت ملګرو ملتونو ته شکایت کړی و.

افغان حکومت، امریکا او پاکستان په اسلام‌اباد کې د طالبانو او امریکايي پلاوي د لیدنې د لغوه کېدو په اړه تازه کومه تبصره نه‌ده کړې.

د سیاسي او نړیوالو چارو افغان کارپوه سید انتظار خادم بیا له ازادي راډيو سره په خبرو کې په اسلام‌اباد کې د طالبانو او امریکايي پلاوي د خبرو لغوه کېدل د سولې د روانې پروسې لپاره ښه کار ونه‌باله.

هغه وویل، د طالبانو له‌خوا د سفرونو لغوه کول د باور جوړونې هڅو ته زیان رسوي او د سولې د پروسې د ځنډېدو لامل ګرځي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG