د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۹

اجرائیه ریاست د سولې لپاره د زلمي خلیل‌زاد هڅې ستايي


د افغان حکومت اجرائیه ریاست د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد هڅې ستايي، خو وايي چې په‌دې برخه کې یې له طالبانو او پاکستان څخه کومه عملي هڅه نه‌ده لېدلې.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون د يکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې عبدالله عبدالله د ښاغلي خلیل‌زاد سره په لیدنه کې د افغانستان د سولې په برخه کې د سیمې د هېوادونو همکاري او همغږي مهمه وبلله.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون

نوموړي زیاته کړه:

"ډاکټر صیب زلمي خلیل‌زاد د خپل سفر جزئیات او هغه ملاقاتونه چې ده په اروپا او نورو هېوادونو کې کړي دي د هغه په اړه یې اجرائیه رئیس ته معلومات ورکړل، اجرائیه رئیس د هغه له هڅو څخه هرکلی وکړ او د افغانانو په مشرۍ یې د سولې هڅې مهمې وبللې، دا شان هغه تمه وښوده چې د سیمې هېوادونه باید په‌دې برخه کې خپلې کړې ژمنې عملي کړي."

دا په‌داسې حال کې دی چې د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد د يو شمېر اروپايي او د سیمې هېوادونو له مشرانو سره له لیدنې وروسته تېره ورځ کابل ته راغی او د خپل دغو لیدنو کتنو په اړه يې د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره معلومات شریک کړل.

ښاغلي عبدالله د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره د کتنې پر مهال په هېواد کې د څلوېښت کلنې جګړې پای ته رسول د افغان حکومت لومړیتوب بللی او پر بین الافغاني مذاکراتو یې ټینګار کړی.

د اجرائیه ریاست د مرستیال ویاند فریدون خوځون په خبره د دغې کتنې پر مهال په کابل کې د امریکا سفیر جان بس هم ګډون درلود.

دا لومړی ځل نه‌دی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمي خلیل‌زاد د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د افغانستان د سولې په اړه سفر کوي، بلکه له دې وړاندې هم څو وارې ورته سفرونه کړي او بیا یې معلومات له افغان چارواکو سره شریک کړي دي.

د يو شمېر راپورونو له مخې ښاغلی خلیل‌زاد به د روانې اوونۍ په جریان کې په اسلام‌اباد کې له پاکستاني چارواکو او طالب استازوسره هم جلا کتنې ولري.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې او جګړې انسټيټیوټ رئیس حکمت الله اعظمي بیا په دې باور دی چې د سولې په روانو خبرو کې څه ناڅه پرمختګ لېدل کېږي او ټولې خواوې باید هڅه وکړي چې د سولې د روانو هڅو د بریالیتوب لپاره په‌خپلو دریځونو کې نرمښت راولي.

د افغانستان د سولې او جګړې انسټيټیوټ رئیس حکمت الله اعظمي
د افغانستان د سولې او جګړې انسټيټیوټ رئیس حکمت الله اعظمي

نوموړي زیاته کړه:

"د طالبانو سره د سولې په خبرو کې پرمختګ شوی دی، زه د يو افغان په صفت په‌دې باور یم چې دا سوله باید پاکستان سره معامله و نه اوسېږي، سوله يو قیمت لري او دا قیمت باید يوازې افغان دولت ور نه‌کړي، دا باید طالبان هم ورکړي، که د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خبرو ته وګورو چې وايي، د افغانستان په سوله کې یې ګټه ده، نو پاکستان هم باید په‌دې برخه کې قیمت ورکړي."

د ښاغلي اعظمي په خبره، د افغانستان د سولې د خبرو د بریالیتوب د پاکستان له‌خوا د قیمت ورکول دا دي چې نور په افغانستان کې له خپلو شومو اهدافو لاس واخلي او په‌دې برخه کې رښيتني همکاري وکړي.

د نوموړي په خبره، د افغان سولې په برخه کې د پاکستان رول ډېر مهم دی، خو دا په دې مانا نه دي، امریکا او نور هېوادونه دې په طالبانو د پاکستان د نفوذ په بدل کې دوی ته زیات امتیازات ورکړي.

د افغانستان د سولې او جګړې د انسټيټیوټ د مشر په خبره، د سولې د روانو هڅو په وړاندې تر ټولو لوی خنډونه د افغان حکومت سره د سولې مسقیمو خبرو ته د طالبانو نه حاضرېدل او اوربند دی.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG