د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

ستانکزی: دا رښتوني خبره نه‌ده چې طالبان پاکستان ته نه‌شي تلی


د سیاسي او حقوقي چارو پوه او د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی
د سیاسي او حقوقي چارو پوه او د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی

نن د امریکایي پلاوي او د طالبانو د استازو ترمنځ د خبرو بل پړاو په قطر کې پیلېږي.

د دې خبرو په درشل کې د نورو مسئلو تر څنګ ویل شوي چې طالبان به له تورو لېستونو څخه د خپلو مشرانو د ایستلو مسئله هم مطرح کړي.

په‌دې اړه د ازادي راډیو خبریال نوریاس نوري د سیاسي او حقوقي چارو له پوه او د کابل پوهنتون له استاد نصرالله ستانکزي سره مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې طالبانو په‌دې وروستیو کې په اسلام‌اباد کې د پاکستان له صدراعظم او له امریکایي پلاوي سره د کتنو د لغوه کېدو یو علت هم دا ښودلی چې د مرکچي پلاوي د ډېرو غړو نومونه‌یې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لېست کې دي او هغوی سفر نه‌شي کولای، ایا د طالبانو دغه ادعا درسته ده؟

له ښاغلي ستانکزي سره دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:18 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG